د پاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر پر شهباز شریف نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53376-د_پاکستان_د_عوامی_تحریک_ګوند_مشر_پر_شهباز_شریف_نیوکه_وکړه
د پاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر، د واکمن ګوند لخوا د دغه هیواد د راتلونکی لومړی وزیر په توګه د شهباز شریف پر انتخابولو اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2017 14:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر پر شهباز شریف نیوکه وکړه

د پاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر، د واکمن ګوند لخوا د دغه هیواد د راتلونکی لومړی وزیر په توګه د شهباز شریف پر انتخابولو اعتراض وکړ.

د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې، علامه طاهر القادری، د پاکستان د راتلونکی لومړی وزیر په توګه د نواز شریف د ورور شهباز شریف پر انتخاب په اعتراض کښې اعلان وکړ چې هغه د ماډل ټاؤن په پیښه کښې د لسګونه پاکستانیانو قاتل دی، نو ځکه د دغه هیواد لومړی وزیر نشی کیدلای.

هغه همداراز زیاته کړه: ټولو ګوندونو ته پکار ده، د شریف کورنۍ د باچاهۍ د ختمولو لپاره متحد شی.

هغه وویل: د نواز شریف د صلاحیت سلبیدا د مالی فساد لامله دی خو د هغه او د هغه د ورور شهباز شریف تر ټولو ستر جرم  دا دی چې د ماډل ټاؤن په پیښه کښې یې د بې ګناه خلکو په وژله کښې لاس لرلې چې ګریوان یې باید ونیول شی.