د پاکستان عمران خان په جنسی ځورولو تورن شوی دی
-
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان د عائشه ګللۍ لخوا لګیدلي تورونه رد کړي دي .
ایسنا خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان دحکومت دمخالف ګوند مشر عمران خان دخپل ګوند تحریک انصاف دپارلمان دیوې(۱) ښځینه استازی په جنسی ځورولو تورن شوی او دهیواد پارلمان فیصله کړی ده چې په دغه تور د غور لپاره ځانګړی کمیټۍ جوړه کړی .
د پاکستان موقته لومړی وزیر خاقان شاهد عباسی د کابینې له جوړولو وروسته دتحریک انصاف په مشر عمران خان باندې د لګیدلی تور په باره کښې د تحقیق او د غور لپاره دځانګړی کمیټۍ دجوړولو غوښتنه وکړه .
د عمران خان پرضد دغه تور په ملی پارلمان کښې د تحریک انصاف دیوې (۱)ښځینه غړی عائشه ګللۍ لخوا مطرح شوی دی .
دتحریک انصاف دغه استازی عایشه ګللۍ چې څلورشپیته(۶۴) کلنه ده دخپل ګوند مشر عمران خان په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې دتحریک انصاف ښځینه غړیو ته د جنسی ځورولو په موضوع سره د پیغامونو په استولو تورن کړی او ویلی یې دی زه په تحریک انصاف کښې لومړنی ښځه وم چې دعمران خان لخوا مو دجنسی ځورولو په موضوع سره پیغام ترلاسه کړی وو .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان د عائشه ګللۍ لخوا لګیدلی تورونه رد کړی دی او ویلی یې دی دغه ټول تورونه جعلی دی او دپاکستان دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې دغه میرمنه په پیسو اخیستی ده .
عمران خان وویل دغه د پاکستان دواکمن مسلم لیګ ګوند لخوا یوه(۱) ازمویل شوی روده ده .
دپاکستان ملی پارلمان باید په یوه(۱) میاشت کښې ددغه دوسیې په اړه راپور وړاندې کړی .