دپاکستان په لاهور کې څلور ترهه ګر هلاک شوی دی
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ دپاکستان دلاهور ښار له سګیان پل سره نزدې د د غه هیواد دامنیتی ځواک او پولیسو په ګډو عملیاتو کې څلور ترهه ګرهلاک شوی او ددرې نور خطرناک ترهه ګر په تښتې کې بریالی شوی دی .
دپاکستان سی ټی ډی ادارې ویندوی وئیلی دی ، داطلاعاتو په اساس دپنجاب صوبې له شیخوپوره څخه له اوو تر اتو پورې ترهه ګرو لاهور ته تلل غوښتل چې له سګیان پل سره نزدې دامنیتی مامورانو له ناکه بندۍ سره مخ شول او پر مامورانو ئې ناتار ډزې پیل کړې .په راپور کې وئیل شوی دی چې امنیتی مامورانو د تښتیدل شویو ترهه ګرو دموندلو لپاره پلټنې پیل کړی دی . داهم وئیل شوی چې له ترهه ګرو دغه راز یو شمیر وسله ، تجهیزات او مهمات هم ترګوتو شوی دی
له دې سره په یو وخت په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، په همدې سیمې یعنی له سګیان پل سره نزدې له میوو په ډکې یوې چکړې کې هم بیګا ناوخته چاودنه شوې چې له امله ئې یوه ښځه وژل شوی او کابو ۳۶کسان پکې ټپیان شوی دی . دغه چاودنه د میوو په درول شوی چکړې کې شوې او هلته شاوخوا ګاډو او یوې درې پوړیزې ودانۍ ته هم ډیر تاوانونه اوښتی دی. دپاکستان دلاهور پولیسو دغه پیښه هم دترهه ګرو یو اقدام بللی او وئیلی ئې دی چې له یو ې سترې غمیزې رامینځةکیدا مخکې دغه چاودنه شوې ده .