پاکستان له هند او افغانستان سره خبرو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53692-پاکستان_له_هند_او_افغانستان_سره_خبرو_ته_چمتو_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل ددغه هیواد حکومت له نوی ډیلی او کابل سره د اسلام اباد د موجودو تاوتریخوالو دختمولولپاره له هندوستان او افغانستان سره خبرو ته تیار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2017 10:34 Asia/Kabul
  • هندوستان ، پاکستان او افغانستان دځینو موضوګانو په اړه اختلافات لري او دوې یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
    هندوستان ، پاکستان او افغانستان دځینو موضوګانو په اړه اختلافات لري او دوې یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل ددغه هیواد حکومت له نوی ډیلی او کابل سره د اسلام اباد د موجودو تاوتریخوالو دختمولولپاره له هندوستان او افغانستان سره خبرو ته تیار دی .

هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ دپاکستان او دهندوستان په خبرو کښې به هیڅکله د هیواد د ملی ګټو په اړه ساز باز ونکړی .

دپاکستان موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل له هند یا افغانستان سره هرډول خبرې اترې باید عادلانه وی او دخبرو  لوری باید  یوشان هیلې ولری .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د پاکستان له موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سره په ټیلی فونی خبروکښې دلومړی وزرات په توګه دهغه  د انتخابیدا په اړه مبارکی وویله او دواړو هیوادونو د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره په دوه اړخیزه ملګرتیا ټینګار وکړ .

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف هم څو ورځې مخکې ویلی وو اسلام اباد له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له هند او افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .

هندوستان ، پاکستان او افغانستان دځینو موضوګانو په اړه اختلافات لری او دوې یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .