پاکستان له هند او افغانستان سره خبرو ته چمتو دی
-
هندوستان ، پاکستان او افغانستان دځینو موضوګانو په اړه اختلافات لري او دوې یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل ددغه هیواد حکومت له نوی ډیلی او کابل سره د اسلام اباد د موجودو تاوتریخوالو دختمولولپاره له هندوستان او افغانستان سره خبرو ته تیار دی .
هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ دپاکستان او دهندوستان په خبرو کښې به هیڅکله د هیواد د ملی ګټو په اړه ساز باز ونکړی .
دپاکستان موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل له هند یا افغانستان سره هرډول خبرې اترې باید عادلانه وی او دخبرو لوری باید یوشان هیلې ولری .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د پاکستان له موقته لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سره په ټیلی فونی خبروکښې دلومړی وزرات په توګه دهغه د انتخابیدا په اړه مبارکی وویله او دواړو هیوادونو د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره په دوه اړخیزه ملګرتیا ټینګار وکړ .
د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف هم څو ورځې مخکې ویلی وو اسلام اباد له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له هند او افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .
هندوستان ، پاکستان او افغانستان دځینو موضوګانو په اړه اختلافات لری او دوې یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .