د پاکستان یوه جنگی الوتکه غورځیدلې ده
Aug 10, 2017 07:34 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ یوه(F-7PG) جنګی الوتکه د پنجاب صوبې په شمال لویدیځ کی نسکوره شوه.
د ایران د راډیو او ټلویزون د خبری آژانس د راپور په اساس، دغه جنګی الوتکه د عادی ماموریت په مهال، د سبزه زار سیمې د میانوالی هوایی ډګر ته څیرمه، د فنی نقص له کبله غورځیدلې ده.
که څه هم د دغې الوتکې د غورځیدو له کبله، کوم مالی زیان سیمې ته نه دئ رسیدلئ، مګر د پیلوټ د ژغورنی یا وژل کیدو په هکله، ضد اونقیض خبرونه خپاره شوی دی.
په پاکستان کی دغه جنګی الوتکه پداسی حال کی نسکوره شوې ده، چی څه موده وړاندی د دغه هیواد د هوایی ځواک قوماندانۍ اعلان وکړ؛ د پاکستان د هوایی ځواک الوتکی زړې شوی دی، او تر څو راتلونکو کلونو پوری د چینی(اف-7) او د فرانسوی میراژ الوتکو مفید او کاری عمر ختمیږی.