نوازشریف د لسو حکومتونو پرضد دسیسې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53970-نوازشریف_د_لسو_حکومتونو_پرضد_دسیسې_کړی
زمونږخبریال وایی دپاکستان په مشرانوجرګې کښې د حکومت دمخالف ګوند مشر چوهدری اعتزاز احسن وویل چې د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف پرضد هیڅ دسیسه نه ده شوی بلکې هغه د منتخب ولسی حکومتونو پرضد لس ځله دسیسې کړی دی او اوس دخپل عمل نتیجه وینی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2017 12:02 Asia/Kabul
  • نوازشریف سترې محکمې ته جعلي سندونه وړاندې کړي وو .
    نوازشریف سترې محکمې ته جعلي سندونه وړاندې کړي وو .

زمونږخبریال وایی دپاکستان په مشرانوجرګې کښې د حکومت دمخالف ګوند مشر چوهدری اعتزاز احسن وویل چې د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف پرضد هیڅ دسیسه نه ده شوی بلکې هغه د منتخب ولسی حکومتونو پرضد لس ځله دسیسې کړی دی او اوس دخپل عمل نتیجه وینی .

اعتزاز احسن وویل چې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف په سړکونو کښې د حکومت پرضد اعتراض نه کوی بلکې دمحکمې لخوا له احتساب څخه د ځان بچ کول غواړی .

دپاکستان د پیپلز ګوند مهم مشر چوهدری اعتزاز احسن وویل د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف لاریونونه ناکام خوسیاسی غونډې یې بریالې دی وویل هغه دقانون د دیوال په ماتولوسره بهر ته وتل غواړی خو له هغه سره د بچ کیدا هیڅ لاره نشته او یوې داسې کوڅې ته ورننوتلی دی چې بندون لری .

اعتزاز احسن وویل چې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د محمد خان جونیجو ، د بې نظیر بوټو او د  یوسف رضا ګیلانی په شمول د مختلفو سیاسی مشرانو پرضد دسیسې وکړې  او زیاته یې کړه چې هغه دخپل ګوندد مشر پرضد ددسیسې په کولو سره لومړی وزیر جوړ شو او کله چې له خپلې څوکۍ څخه لیرې شو نو له ولسمشر فاروق لغاری او سجاد علی شاه سره یوځاې یې دسیسې پیل کړې او کله چې بیا لومړی وزیر جوړ شو نو بیا یې هم دسیسو ته دوام ورکړ او بې نظیر بوټو ته یې پینځه(۵) کاله سزا ورکړه .

دپاکستان دپیپلز ګوند دغه مهم مشر وویل کله چې نوازشریف زندانی کیږی نو د این ار او(NRO)  په لاسلیک کولو سره سعودی عربستان ته ورځی او کله چې  پیپلز ګوند واک ته رسیږی نو د سترې محکمې له مشر او د استخباراتو له مشر جنرال پاشا سره یوځاې په پینځلسو(۱۵) دقیقوکښې دمیمو ګیټ په هکله کمیسیون جوړوی خو کله چې د یوسف رضا ګیلانی حکومت بچ کیږی نو نوازشریف بیا هم دسیسې کوی او کله چې هغه ته فرصت ملاویږی نو دمنتخبو حکومتونو پرضد دسیسې پیلوی .

اعتزاز احسن وویل چې د نوازشریف د صلاحیت د  ردیدا په اړه هیڅ دسیسه نه ده شوی بلکې د پاناما په سندونو کښې دهغه مالی درغلۍ نیول شوی ده .

هغه وویل نوازشریف ته یو(۱) کال وخت ورکړل شو چې د ځان د دفاع لپاره سندونه وړاندې کړی خو هغه سترې محکمې ته جعلی سندونه وړاندې کړی وو او اوس دخپل عمل له نتیجې د بچ کیدا لپاره سړکونو ته راوتلی دی او اعتراض کوی .