د پاکستان د کوئټې ښار د ترهه ګرې چاودنې غندنه
د پاکستان موقته وزیراعظم او د فوځ قوماندان د دغه هېواد د کوئټې ترهه ګره چاودنه وغندله.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان موقته وزیراعظم شاهد خاقان عباسی او د فوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه نن د کوئټې د ترهه ګرې چاودنې په غندلو سره د پاکستان له امنیتی ځواکونو وغوښتل چې د دغه جنایت د عاملینو د پېژندلو او سزا کولو لپاره دې هلې ځلې وکړی.
دغو دواړو چارواکو همدارنګ د دغې ترهه ګرې حملې د قربانیانو او زخمیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه.
بېګا په کوئټه ښار کښې د بم د چاودنې له امله لږ تر لږه اولس تنه مړۀ او پینځه دېرش نور ژوبل شول.په پاکستان کښې د شاهد خاقان عباسی د وزیراعظمۍ له شروع کېدو نه پس په دغه هېواد کښې دا وړومبنۍ ترهه ګره چاودنه ده.
داعش ترهه ګرې ډلې د دغې چاودنې ذمه واری په غاړه واخېسته.