د نوازشریف لاریون دخپل صلاحیت په ردیدا یا دپوځ پرضد اعتراض ؟
-
ممکنه ده چې نوازشریف ، دهغه بچیان او نور ملګري زنداني شي .
زمونږ خبریال وایی نواز شریف د خپل صلاحیت له ردیدا وروسته چې له لومړی وزارت څخه لیرې کړی شو دخپلو پلویانو له یوه(۱) کاروان سره یوځاې له اسلام اباد څخه تر لاهور پورې لاریون پیل کړ او له څلور(۴) ورځې وروسته بیګا لاهور ته ورسید .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د اسلام اباد او دلاهور ترمینځ په څلور(۴) ورځنی سفر کښې په لاره کښې په بیلابیلو سیمو کښې ویناوې وکړې او دهیواد په سترې محکمې یې نیوکه کوله .
هغه خپلو پلویانو ته د وینا په ترڅ کښې ویل د هیواد ددوه سوه (۲۰۰)میلیونه خلکو لخوا انتخاب شوی کس څو کسانو په یوه(۱) ورځ کښې له کاره لیرې کړ او کور ته یې واستوه .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیرنوازشریف چې د سفر په وخت یې په لاره کښې هڅه کوله ځان د خلکو د مشر یا قائد په توګه وګڼی خلکو ته دانقلاب زیری ورکاوه .
هغه بیګا په لاهور ښار کښې د داتا درباره په څلور(۴) لارې کښې په یوې(۱) وینا کښې وویل خپل راتلونکی پروګرام به داګست د میاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه چې د پاکستان دخپلواکۍ ورځ هم ده اعلان کړی .
نوازشریف چې د ځانګړی کمیټۍ (JOINT INVESTIGATION TEAM)د راپور پراساس د پانامه د سندونو پیښې ته د اړونده مالی غلا ددوسیې په خاطر د اساسی قانون له دوه شپیتمې(۶۲) مادې په استفادې سره د پاکستان دسترې محکمې لخوا یې صلاحیت رد شو او له لومړی وزارت څخه لیری شو که څه هم هغه په ظاهره د سترې محکمې فیصله ومنله خو په زړه سره یې دغه فیصله قبوله نکړه او ویې ویل د سترې محکمې دغه فیصله دخلکو لپاره دمنلو وړ نه ده .
نوازشریف وویل دا څرنګه امکان لری چې د سترې محکمې پینځه کسان د پاکستان ددوه سوه(۲۰۰) میلیونه خلکو لخوا منتخب شوی سړی له کاره لیرې کړی خو له دې سره سره د مسلم لیګ دنوازشریف څانګې حکومت اوس هم دوام لری او نوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې غړی دی او هغه په خپله نوازشریف معرفی کړی دی خو نوازشریف په دې خبرې ډیر غصه شوی دی دا څرنګه ممکنه ده چې دې له لومړی وزارت څخه لیرې کړې شی .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې په ظاهره په سترې محکمې ډیره نیوکه کوی خو په حقیقت کښې د هغه دنیوکې اصلی هدف دهیواد پوځ دی او په اشارې سره وایی دا پوځ دی چې هر ځل زما دحکومت د دوام مخه نیسی او اوس نوازشریف یوځل بیا لومړی وزارت له لاسه ورکړی دی او وایی چې ادارې ، قضایی قوه او پوځ بایدد حکومت په چارو او واکمنۍ کښې لاسوهنه ونکړی .
نوازشریف په داسې حال کښې دخلکو ، دډیموکراسۍ او د قانون دحکومت خبره کوی چې هغه په حقیقت کښې په خپله دپوځ روزل شوی سړی دی او په پاکستان کښې د ولسی حکومت ترټولو ښه بیلګه د لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو په وخت کښې وه او امریکا او پخوانی دیکتاتور ضیاالحق یوبل ته لاسونه ورکړل او ذوالفقار علی بوټو یې نه یوازې له قدرت څخه لیرې کړی بلکې په یوې(۱) جعلی دوسیې سره یې اعدام او پانسی هم کړ .
دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف هم د دیکتاتور جنرال ضیا الحق په سیوری کښې وروزل شو او سیاست یې پیل کړ او له ذوالفقار علی بوټو وروسته چې هرکله دهغه(ذوالفقار علي بوټو) پیپلز سیاسی ګوند د ډیموکراسۍ د احیا او ژوندی کیدا لپاره ګام پورته کړی نو نوازشریف د پوځ په مرستې سره خوځښت پیل کړی او دپیپلز ګوند دفعالیت په لاره کښې یې خنډونه رامینځته کړی دی او د بې نظیر بوټو په لومړی حکومت کښې دا نوازشریف وو چې تل یې د هغې لپاره مشکلات رامینځته کول .
نوازشریف حتی د ځینو کسانو په وسیله میرمن بې نظیر بوټو ته سخا کنځل کول او نوازشریف دغه راز د اصف علی زرداری دحکومت په وخت کښې هم له دې سره سره چې له پیپلز ګوند سره یې تړون لاسلیک کړی وو چې نور دقانون په چوکاټ کښې سیاست ته دوام ورکوی خو په عمل کښې ولیدل شول چې نوازشریف دپاکستان دپوځ په مرستې سره د اصف علی زرداری لپاره ترټولو بد خنډونه رامینځته کړل او حتی په اساسی قانون کښې د اتم(۸) ترمیم د مسودې د وړاندې کولو په وخت چې د پیپلز ګوند حکومت له اساسی قانون څخه د دوه شپیتمې (۶۲)مادې د حذفولو غوښتونکی وو همدغه نوازشریف ویل دپاکستان داساسی قانون دوه شپیتمه (۶۲)ماده د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې سره کرښه ده چې نن داساسی قانون له همدغه دوه شپیتمې(۶۲) مادې څخه په استفادې سره دهغه صلاحیت رد شوی او له لومړی وزارت څخه هم څنګ ته کړی شوی دی او هغه(نوازشریف) اوس په خپلې غلطۍ اعتراف کوی .
یو وخت چې پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو ویل زما پلار ذوالفقار علی بوټو د پخوانی دیکتاتور جنرال ضیاالحق په حکم د سترې محکمې په وسیله اعدام او پانسی شو نو نوازشریف میرمن بې نظیر بوټو د سترې محکمې په سپکاوی تورنوله .
خو نن نوازشریف په همدغه سترې محکمې نیوکه کوی او وایی چې دده پرضد یې دسیسه کړی ده او زیاتوی چې ما هیڅ خلاف ورزۍ نه ده کړی .
نوازشریف اوس په پاکستان کښې دقانون د واکمنۍ غوښتونکی دی داپه داسې حال کښې دی چې دپاکستان دمشرانو جرګې غړی او دپیپلز ګوند مهم مشر چوهدری اعتزاز احسن ویلی دی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې اوس د ځان پرضد ددسیې خبره کوی شپږ(۶) ځله له پوځ او سترې محکمې سره ملګری شوی وو او د هیواد دلومړیو وزیرانو او د ولسمشرانو پرضد یې دسیسې کړی وې خو اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې نوازشریف ولې دومره اعتراض لری او په یوه سیاسی لاریون یې لاس پورې کړی دی او دپاکستان د اصلی واکمنۍ په وړاندې چې پوځ یې په سر کښې دی دریدلی دی چې دلته خلک او کارپیژاندی په دوو(۲) برخو ویشل شوی دی .
مشهور کارپیژاندی او لیکوالان چې دنوازشریف مخالف دی وایی دنوازشریف دغه هڅې او زیات اعتراضونه او لاریونونه په حقیقت کښې دمالی غلا له دوسیو څخه د تښتیدا لپاره دی او ټاکل شوی ده چې په احتساب محکمې کښې د نوازشریف په مالی تورونو بیا غور وشی .
په دې زمینه کښې د پاکستان دملی احتساب ادارې (NATIONAL ACCOUNTABILITY BUREAU)له سترې محکمې څخه د پاناما د سندونو په پیښه کښې د ځانګړی تحقیقاتی کمیټۍ د نهایی راپور دلسمې(۱۰) برخې غوښتنه کړی ده چې داحتساب محکمې ته د ددغه نهایی راپور د لسمې(۱۰) برخې په وړاندې کولو سره د نوازشریف ، دهغه د بچیانو او د مالیې وزیر اسحاق ډار په دوسیو بیا په سترې محکمې کښې غور وشی .
د ویلو ده چې دپاکستان دسترې محکمې لخوا د ځانګړی تحقیقاتی کمیټۍ په وسیله د ترسره شویو تحقیقاتو د راپور نهه (۹)برخې دملی احتساب ادارې ته وړاندې شوی خو لسمه(۱۰) برخه چې له یوبل سره د نوازشریف او دهغه د بچیانو معاملو او ملګرتیاو ته اړونده ده سترې محکمې ته نه ده وړاندې شوی البته د نوازشریف مدافع وکیل ته د راپور دلسمې (۱۰)برخې ځینې پاڼی ورښودل شوی وې او اوس که چیرې د احتساب محکمه د ځانګړی کمیټۍ په ټولې دوسیې او راپور دقیق غور وکړی ممکنه ده چې نوازشریف ، دهغه بچیان او نور ملګری زندانی شی .
پردې اساس کارپیژاندی وایی چې نوازشریف د مالی غلا د دوسیې له اصلی موردونو د تښتیدا لپاره دغه شورماشور پیل کړی دی .
خو هغه کارپیژاندی چې د نوازشریف ملاتړ کوی وایی دهغه صلاحیت دپوځ په پردې شاته حکم سره په دې وجه رد شوی دی چې نوازشریف دحکومت په چارو کښې د پوځ په لاسوهنې او له ترهګرو او سرزورو ډلو دپوځ دملاتړ په خاطر نیوکه کوله او په همدې دلیل نوازشریف له لومړی وزارت څخه هم لیرې کړی شوی دی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
داګست دمیاشتې دیارلسمه نیټه