پاکستان څرنګه اویا(۷۰) کلن شو ؟
-
پاکستان اوس اتیا(۸۰) میلیارډه ډالره پوره وړې دی او دنیا ته دترهګرۍ صادرونکی هیواد دی .
زمونږ خبریال وایی نن د ۲۰۱۷ میلادی کال داګست دمیاشتې څوارلسمه(۱۴) نیټه ده .
اویا(۷۰) کاله مخکې د ۱۹۴۷ میلادی کال د ګست دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه په همداسې ورځ دپاکستان په نوم اسلامی هیواد د هند دلوې(Sub Continent) وچې د میلیونونو مسلمانانو په هڅې سره د قائد اعظم محمد علی جناح په مشرۍ جوړ شو .
د هند دلوې وچې مسلمانانو غوښتل له یوې خوا د انګلستان له استعمار څخه خپلواکۍ ترلاسه کړی او له بلې خوا هم له هندوستان څخه د جلا کیدا هڅه یې کوله چې وکولای شی یو ازاد، بیل او خپلواکه او په عین حال کښې اسلامی هیواد ولری او نن د پاکستان د جوړیدا اویا(۷۰) کلونه تیر شول خو له بده مرغه تل دحکومتی ادارو ترمینځ له داخلی شخړو، د قدرتمنو کړیو په تیره بیا د پوځ د خودغرضیو ، د کشمیر د مسلې ، دکشمیر په سر له هندوستان سره د همیشنیو اختلافاتو ، له هند سره د وسله والې سیالۍ او له دریو(۳) جنګونو سره چې له هند سره جګړه ، د ختیځ پاکستان یعنی د بنګلادیش د جلا کیدا او له ترهګرۍ سره جنګ چې دامریکا د سیاستونو په وجه په سیمه کښې پراخ شوی مخامخ دی .
دپاکستان بنسټګر قائد اعظم محمد علی جناح ته چې د استعمار او حتی د هیواد په داخل کښې د دسیسې له کبله له ډیرو ناوړه چلندونو سره مخ شوی ویل کیږی زهر ورکړل شوی وو او په ټیوبر کلوسیس ناروغۍ ککړ کړې شوی وو او د پاکستان له خپلواکۍ یو کال وروسته د ۱۹۴۸ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په ۱۱ نیټه وفات شو او هغه دخپل نوی هیواد دمنظمولو فرصت ترلاسه نکړ او میدان داستعمار ګوډاګیانو ته خالی شو او دغه راز دپاکستان په اولنی لومړی وزیر لیاقت علی خان هم دپاکستان دجوړیدا په څلورم (۴)کال په پنډۍ کښې په یوه باغ کښې دوینا په وخت ډزې وشوې او ووژل شو دغه باغ ته لیاقت باغ ویل کیږی او اوس هم دغه باغ شته .
او دپخوانی لومړی وزیر لیاقت علی خان ظاهری قاتل په ټپه د امنیتی ځواکونو لخوا ووژل شو او امنیتی ځواکونو اجازه ورنکړه چې دغه قاتل ژوندی ونیول شی چې دپاکستان دحکومت دننه داستعمار دګوډاګیانو دسیسه ایشوا نشی .
د ویلو ده چې د پاکستان په پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو هم د ۲۰۰۷ میلادی کال ددسمبر دمیاشتې په ۲۷ نیټه په همدغه لیاقت باغ سیمه کښې د سیاسی غونډې په وخت د وینا پرمهال ډزې وشوې او ووژل شوه او په ظاهره طالبانو ډلې ددغه وژلې ذمه واری پرغاړه واخیستله خو په حقیقت کښې دپاکستان قدرتمنې کړۍ معمولا په داډول دسیسو کښې لاس لری او دغه کړۍ ښه او وړ سیاسی شخصیتونه د ځانونو لپاره خطر ګڼی .
دغه راز د پاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو پلار پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو هم دامریکا په غږملتیا سره دپاکستان د قدرتمنو داخلی کړیو لخوا په یوې جعلی دوسیۍ کښې اعدام شو او په ۱۹۵۱ میلادی کال کښې د لیاقت علی خان له وژلو وروسته وو چې غیر جمهوری قدرتونو دپاکستان په اصلی ادارو قبضه وکړه او دپاکستان قدرتمنې ادارې ایټبلیشمنټ د خواجه ناظم الدین حکومت او پارلمان ړنګ کړ .
د پاکستان دهغه وخت د پارلمان مشر مولوی تمیز الدین د ایټبلیشمنټ دغه اقدام دسیند صوبې په سترې محکمې کښې له چیلنج سره مخ کړ او محکمې هم د ملی پارلمان د بیا احیا حکم ورکړ خو مقتدره ادارې ایسټبلیشمنټ د غلام محمد په مشرۍ دسیند صوبې ددغه حکم پرضد په سترې محکمې کښې شکایت وکړ او د هغه وخت دسترې محکمې مشر هم د غلام محمد غیر قانونی حکم د مصلحت پراساس سم وباله او حکومت او پارلمان یې ړنګ کړ او دا د مصلحت پراساس د غیر ډیموکراټیکو غیر قانونی اقداماتو داسې پیل وو چې نور یې هیڅکله پاکستان پرې نه ښود او غیر جمهوری قدرتونو یعنی پوځ دهمدغه مصلحت له تاکتیک څخه په استفادې سره هروخت چې غوښتی نو دجمهوری حکومتونو ټغر یې ټول کړی او په غیر قانونی ډول یې تر کلونو کلونو پورې قدرت په لاس کښې اخیستی دی .
پاکستان څلور(۴) ځله ددغو غیر جمهوری قدرتونو یعنی دپوځ په لاس کښې وو او که چیرې کوم منتخب حکومت هم جوړیدلای نو باید دپوځ تابع وائ او هر کله چې کوم حکومت دپوځ د حکم له منلو سر غړونه کوله نو نور له مینځه وړل کیده.
څرنګه چې جنرال محمد ایوب خان نهه (۹)کاله ، جنرال یحیی خان درې(۳) کاله ، جنرال ضیاالحق یولس(۱۱) کاله او جنرال پرویز مشرف اته(۸) کاله په غیرقانونی ډول البته دامریکا په غږملتیا سره په پاکستان کښې حکومت کړی دی خو باید ووایو هر یوه سیاسی ګوند ته اړه منتخب او سیاسی حکومت چې پوځ یې پرضد کودتا کړی ده نوله بده مرغه نورو سیاسی ګوندونو بیا له پوځ سره ملګرتیا کړی ده چې دغه موضوع په سیاسی ګوندونو کښې د ډیموکراسۍ نشتون ته ورستنیږی او اکثره سیاسی او مذهبی سیاسی ګوندونه په تیره بیا پیپلز او د مسلم لیګ نوازشریف څانګه چې په واک کښې پاتې شوی دی هیڅ ډیموکراسۍ نلری بلکې په دغو ګوندونو کښې د وراثت نظام واکمن دی او یوازې شتمن کسان او فئوډالان د سیاسی ګوندونو مشرۍ کولای شی او هغوې هم دیوه پروګرام پراساس غله جوړ کړې شوی دی چې د قدرتمنو کړیو یعنی دپوځ لاسونه خلاص وی چې هر وخت وغواړی دسیاسی مشرانو له کمزوریو څخه په استفادې سره دهغوې حکومتونه نسکور کړی .
او لومړی وزیر نوازشریف چې اوس یې دسترې محکمې لخوا صلاحیت رد شوی دی د پوځ لخوا روزل شوی کس دی او هغه اوس پوځ ته له دیرش (۳۰)کاله خدمت کولو وروسته چغې پورته کړی دی او خپله اراده یې نندارې ته وړاندې کړی ده او غواړی چې په پاکستان کښې باید په حقیقی بڼه ولسی حکومتونه قدرت ولری او نوازشریف غواړی پوځ مجبوره کړی چې دحکومت په چارو کښې لاسوهنه بنده کړی .
البته نوازشریف که چیرې دخپلې مالی غلا له دوسیو څخه چې په محکمې کښې ورباندې غور روان دی روغ رمټ ووځی نو په پاکستان کښې د خلکو او دقانون دحکومت د احیار فرصت رامینځته کیږی .
له دې سره سره دپاکستان داخلی شخړو دغه هیواد داقتصادی او امنیتی زمینو په شمول په هرې زمینه کښې له ماتی سره مخ کړی دی په دې ډول چې پاکستان اوس اتیا(۸۰) میلیارډه ډالره پوره وړې دی او دنیا ته دترهګرۍ صادرونکی هیواد دی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د اګست دمیاشتې څوارلسمه نیټه