د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ سخت امنیتی تدابیر غوره شوی
Aug 14, 2017 10:05 Asia/Kabul
د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ، امینتی او پولیسی ځواکونه د اسلام آباد په شمول د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کښې چمتو دی.
زمونږ خبریال د راپور له مخې، د پاکستان اطلاعاتی او امنیتی اورګانونو اعلان وکړ: ترهګر د دغه هیواد د خپلواکۍ په ورځ، پر مختلفو سیمو د حملو نیت لری.
ولسمشر ممنون حسین او لندمهاله لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی او همداراز یو شمیر نور چارواکی د خپل هیواد د خپلواکۍ کلیزه ډیره مهمه بولی.
د پاکستان خلک په داسې حال کښې د خپل هیواد د خپلواکۍ د اویایمې کلیزې جشن نیسی چې امنیتی ځواکونه او پوځ همهغه شان د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې د سپاه صحابه، لښکر جهنګوی او جماعت الاحرار په شان د ترهګرو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی.