د پاکستان ایم ډبلیو ایم د شیعیانو وژله وغندله
Aug 14, 2017 10:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال د راپور په اساس، علامه راجه ناصر عباس جعفری په دغه هیواد کښې د شیعیانو د وژلې له دوامه د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کښې وویل: د ترهګرو د حملو په چوکاټ کښې د امنیتی ځواکونو چوپتیا لامل شوې چې تکفیریان خپلې حملې لا پراخې کړی.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی زیاته کړه: که د اسلام آباد حکومت د ترهګرو په نابودولو کښې ضروری اقدام ترسره نکړی، د خیبرپختونخوا صوبې حالات به تر دې بد شی.
په پاکستان کښې د شیعیانو پر ضد د ټارګټ کلنګ په دوام کښې، په تیرو دوو ورځو کښې د ډیره اسماعیل خان ښار درې شیعه ښاریز د تکفیریانو په لاس ووژل شول.