نوازشریف دسپریم کورټ دفیصلې په خلاف اپیل وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54180-نوازشریف_دسپریم_کورټ_دفیصلې_په_خلاف_اپیل_وکړ
نواز شریف په دغو اپیلونو کې له محکمې غوښتنه کړې چې تر څو چې د هغه په اپیلونو فیصله نه وی شوی ، ترهغه وخته پورې دې دسپریم کورټ دپنځه کسیز پلاوی په فیصلې دې عمل ودرول شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2017 11:38 Asia/Kabul
  • نوازشریف دسپریم کورټ دفیصلې په خلاف اپیل وکړ

نواز شریف په دغو اپیلونو کې له محکمې غوښتنه کړې چې تر څو چې د هغه په اپیلونو فیصله نه وی شوی ، ترهغه وخته پورې دې دسپریم کورټ دپنځه کسیز پلاوی په فیصلې دې عمل ودرول شی .

زمونږخبریال د جنګ انټرنیتی سایټ له قوله راپورراکړ  دپاکستان نااهل کړائ شوی  او ټګ لومړی وزیر  نواز شریف نن  له خپلو وکیلانو سره له سلامشورو وروسته   دهغه په ضد د پاناما کیس په باب  د دغه هیواد   دسترې محکمې  سپریم کورټ دفیصلې  په خلاف دبیا کتنې  درې اپیلونه  کړی دی .

نواز شریف په دغو اپیلونو کې   له  محکمې غوښتنه کړې  چې تر څو چې  د هغه په اپیلونو فیصله نه وی شوی ، ترهغه وخته  پورې دې دسپریم کورټ دپنځه کسیز پلاوی  په فیصلې دې  عمل ودرول شی .    

په پاکستان کې په پاناما کیس کې  دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ، دجماعت اسلامی  مشر سراج الحق  او عوامی مسلم لیګ  مشر  شیخ رشید مدعیان وو . 

په فساد ککړ اولیرې کړائ شوی  ټګ  نواز شریف  په دغې  محاکمې  کې  درط بیل بیل  اپیلونه کړی دی .  

داپه داسې حال کې دی چې  دپآکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ پنځه کسیز بینچ دجولائی په اته ویشتمه  نیټه دپاناما کیس  په باب  په فیصلې کولو سره  نواز شریف  د  صدراعظمۍ  لپاره بې صلاحیّته وباله او دهغه او دهغه دکورنۍ کیس ئې نیب ته واستوۀ څو دهغه د راتلونکی په باب فیصله وکړی .