دپاکستان حکومت له زیارتوالو سره بد چلند کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54204-دپاکستان_حکومت_له_زیارتوالو_سره_بد_چلند_کوی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان له سرحدی سیمې تفتان څخه رسیدلی راپورونه وایی چې دعراق په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام او دایران په مشهد کښې دحضرت امام رضا علیه السلام زیارتوال چې اوس دپاکستان سرحدی سیمې تفتان ته رسیدلی دی د کویټه او دتفتان ترمینځ په لاره کښې د امنیت د تامینولو لپاره د امنیتی ځواکونو دنشتون په وجه شل (۲۰)ورځې کیږی چې په سختې ګرمې کښې په تفتان سیمه کښې چې ډیر کم امکانات لری شپې او ورځې سبا کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2017 01:55 Asia/Kabul
  • دپاکستان حکومت دترهګرو ډلو دحملو دمخنیوي لپاره تراوسه هیڅ ډول اقدامات نه دي  کړي .
    دپاکستان حکومت دترهګرو ډلو دحملو دمخنیوي لپاره تراوسه هیڅ ډول اقدامات نه دي کړي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان له سرحدی سیمې تفتان څخه رسیدلی راپورونه وایی چې دعراق په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام او دایران په مشهد کښې دحضرت امام رضا علیه السلام زیارتوال چې اوس دپاکستان سرحدی سیمې تفتان ته رسیدلی دی د کویټه او دتفتان ترمینځ په لاره کښې د امنیت د تامینولو لپاره د امنیتی ځواکونو دنشتون په وجه شل (۲۰)ورځې کیږی چې په سختې ګرمې کښې په تفتان سیمه کښې چې ډیر کم امکانات لری شپې او ورځې سبا کوی .

دپاکستان دغو زیارتولو اوس د تفتان او دکویټه په لاره کښې پرلتې وهلی دی .

له بلې خوا دپاکستان ددغو زیارتوالو خپلوانو او ملګرو  دنواب شاه په دولت پور سیمه کښې د حکومت او دامنیتی ځواکونو د بې پامۍ پرضد اعتراض کښې  لویه لاره بنده کړی ده .

هغه زیارتوال چې د پاکستان په سرحدی سیمه تفتان کښې  دی وایی (۲۰) شل ورځې کیږی چې دوې په دغه سیمه کښې د حکومتی عسکرو په انتظار دی چې د زیارتوالانو دامنیت دتامینولو لپاره له کویټه څخه تفتان ته ورشی خو تراوسه دغه ځواکونه تفتان ته نه دی رسیدلی .

د ویلو ده څو کاله کیږی د پاکستان د کویټه او تفتان ترمینځ په لارو کښې د حضرت امام حسین علیه السلام په زیارتوالو د ترهګرو ډلوحملې کیږی چې له کبله یې په سلګونو زیارتوال شهیدان شوی هم دی .

دپاکستان حکومت دترهګرو ډلو دحملو دمخنیوی لپاره تراوسه هیڅ ډول اقدامات نه دی  کړی .