دپاکستان عوامی تحریک پرلتې وهی
-
دغه پرلتې ته به دعوامي تحریک مشر طاهرالقادري وینا وکړي او ټوله شپه به پرلتې دوام ولري .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې په استنبول چوک کښې د عوامی تحریک د پرلتې وهلو تیاریانې پیل شوی دی .
له کرسیو، پنکو، جنریټرانو او لاوډسپیکرو سره یوځاې نور سامانونه او دغه راز دعوامی تحریک دمشر طاهرالقادری خصوصی کنټنیر هم هلته رسیدلی دی .
د پاکستان مهم سیاست پوه شیخ رشید هم په پرلتې کښې دګډون لپاره لاهور ته رسیدلی دی او دمسلم لیګ ق ډلې هم ددغه پرلتې ملاتړ کړی دی .
بل خبر داچې دلاهور ځایی حکومت عوامی تحریک ته په مال روډ سیمه کښې د پرلتې وهلو اجازه ورنکړه او وایی چې په دغه سیمه کښې ګرځبندیز اعلان شوی او هلته د اعتراضیه غونډو اجازه نه ورکول کیږی .
دغه راز عوامی تحریک ویلی دی دلاهور ځای حکومت دپرلتې وهلو اجازه ورکړی او که نه دوې به ضرور پرلتې وهی .
عوامی تحریک ویلی دی چې دوې ښځو ته هم په پرلتې کښې بلنه ورکړی ده او په دغه پرلتې کښې به شیخ رشید ، منظور وټو ، قمر زمان کائره ، ثمینه خالد ګهرګی ، ناهید خان او ډاکټر یاسمین رشید هم ګډون وکړی .
دغه پرلتې ته به دعوامی تحریک مشر طاهرالقادری وینا وکړی او ټوله شپه به پرلتې دوام ولری او د ختمیدا فیصله به سبا وشی .