دپاکستان عوامی تحریک پرلتې وهی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54208-دپاکستان_عوامی_تحریک_پرلتې_وهی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې په استنبول چوک کښې د عوامی تحریک د پرلتې وهلو تیاریانې پیل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2017 03:02 Asia/Kabul
  • دغه پرلتې ته به  دعوامي تحریک مشر طاهرالقادري وینا وکړي او ټوله شپه به پرلتې دوام ولري .
    دغه پرلتې ته به دعوامي تحریک مشر طاهرالقادري وینا وکړي او ټوله شپه به پرلتې دوام ولري .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې په استنبول چوک کښې د عوامی تحریک د پرلتې وهلو تیاریانې پیل شوی دی .

له کرسیو، پنکو، جنریټرانو او  لاوډسپیکرو سره یوځاې نور سامانونه او دغه راز دعوامی تحریک دمشر طاهرالقادری خصوصی کنټنیر هم هلته رسیدلی دی .

د پاکستان  مهم سیاست پوه شیخ رشید هم په پرلتې کښې دګډون لپاره لاهور ته رسیدلی دی او دمسلم لیګ ق ډلې هم ددغه پرلتې ملاتړ کړی دی .

بل خبر داچې دلاهور ځایی حکومت عوامی تحریک ته په مال روډ سیمه کښې د پرلتې وهلو اجازه ورنکړه او وایی چې په دغه سیمه کښې ګرځبندیز اعلان شوی او هلته د اعتراضیه غونډو اجازه نه ورکول کیږی .

دغه راز عوامی تحریک ویلی دی دلاهور ځای حکومت دپرلتې وهلو اجازه ورکړی او که نه دوې به ضرور پرلتې وهی .

عوامی تحریک ویلی دی چې دوې  ښځو ته هم  په پرلتې کښې بلنه ورکړی ده او په دغه پرلتې کښې به شیخ رشید ، منظور وټو ، قمر زمان کائره ، ثمینه خالد ګهرګی ، ناهید خان او ډاکټر یاسمین رشید هم ګډون وکړی .

دغه پرلتې ته به  دعوامی تحریک مشر طاهرالقادری وینا وکړی او ټوله شپه به پرلتې دوام ولری او د ختمیدا فیصله به سبا وشی .