دپاکستان پوځ اوه ویشت افغانان نیولی دی
-
نیول شوي ترهګر دافغانستان ښاریز دي خو د پاکستان دطالبانو ترهګرې ډلې غړي دي .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دپاکستان پوځ د پنجاب دصوبې دمرکز لاهور په شمول د صوبې په بیلابیلو سیمو کښې له ترهګرو ډلو سره په ملګرتیا دشلو(۲۰) شکمنو افغانانو او د اوو(۷) ترهګرو دنیولو خبر ورکړ .
دپاکستان پوځ پرون وویل په تیرو څلورو (۴)ورځو کښې پولیسو او استخباراتی ادارې ایی ایس ایی (ISI)په ګډو عملیاتو کښې د افغانستان د اووه ویشتو(27) شکمنو او ترهګرو په نیول کیدا سربیره دهغوې له پټنځایونو څخه زیات شمیر وسلې او مهمات هم کشف او ضبط کړي دي .
نیول شوی ترهګر دافغانستان ښاریز دی خو د پاکستان دطالبانو ترهګرې ډلې غړی دی .
افغانستان تراوسه دپاکستان دپولیسو او دعسکرو لخوا دخپلو اووه ویشتو(۲۷) ښاریزو دنیول کیدا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی .
پاکستان او افغانستان تل یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ او ددواړو هیوادونو دسرحدونو په امنیت کښې په پاتې راتلو تورنوی .