دپاکستان پوځ اوه ویشت افغانان نیولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54260-دپاکستان_پوځ_اوه_ویشت_افغانان_نیولی_دی
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دپاکستان پوځ د پنجاب دصوبې دمرکز لاهور په شمول د صوبې په بیلابیلو سیمو کښې له ترهګرو ډلو سره په ملګرتیا دشلو(۲۰) شکمنو افغانانو او د اوو(۷) ترهګرو دنیولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2017 00:45 Asia/Kabul
  • نیول شوي ترهګر دافغانستان ښاریز دي خو  د پاکستان دطالبانو ترهګرې ډلې غړي دي .
    نیول شوي ترهګر دافغانستان ښاریز دي خو د پاکستان دطالبانو ترهګرې ډلې غړي دي .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دپاکستان پوځ د پنجاب دصوبې دمرکز لاهور په شمول د صوبې په بیلابیلو سیمو کښې له ترهګرو ډلو سره په ملګرتیا دشلو(۲۰) شکمنو افغانانو او د اوو(۷) ترهګرو دنیولو خبر ورکړ .

دپاکستان پوځ پرون وویل په تیرو  څلورو (۴)ورځو کښې پولیسو او استخباراتی ادارې ایی ایس ایی (ISI)په ګډو عملیاتو کښې د افغانستان د اووه ویشتو(27) شکمنو او ترهګرو په نیول  کیدا سربیره دهغوې له پټنځایونو  څخه زیات شمیر وسلې او مهمات هم کشف او ضبط کړي دي .

نیول شوی ترهګر دافغانستان ښاریز دی خو  د پاکستان دطالبانو ترهګرې ډلې غړی دی .

افغانستان تراوسه دپاکستان دپولیسو او دعسکرو لخوا دخپلو اووه ویشتو(۲۷) ښاریزو دنیول کیدا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی .

پاکستان او افغانستان تل یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ او ددواړو هیوادونو دسرحدونو په امنیت کښې په پاتې راتلو تورنوی .