دپاکستان ایف-۷پی جي روزنیزه الوتکه په سرګودها کې نسکوره شوې
Aug 17, 2017 09:57 Asia/Kabul
له دې مخکې هم دمئ په پنځه ویشتمه نیټه یوه ایف ـ۷پی جی جنګی الوتکه په میانوالی کې نسکوره شوې وه البته پیلوټ ئې له مرګه ژغورل شوی ؤ .
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دهوائی ځواک نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی دغه پوځی الوتکه دالوت په حال کې وه چې دتخنیکی نیمګړتیاؤ له امله نسکوره شوې د ه .په راپور کې وئیل شوی د الوتکې پیلوټ د خبر ترمخابیره کیدا پورې بې درکه دی .
داګست په نهمه نیټه هم دپنجاب صوبې په میانوالی کې دپوځ یوه بله الوتکه هم نسکوره شوې وه او پیلوټ ئې هم ژوند له لا سه ورکړی ؤ
له دې مخکې هم دمئ په پنځه ویشتمه نیټه یوه ایف ـ۷پی جی جنګی الوتکه په میانوالی کې نسکوره شوې وه البته پیلوټ ئې له مرګه ژغورل شوی ؤ .