دپاکستان پوځ باید پارلمان او اساسی قانون ومنی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54374-دپاکستان_پوځ_باید_پارلمان_او_اساسی_قانون_ومنی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی پارلمان ته په وینا کښې وویل د پوځ مشر باید حکم ورکړی چې د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ای (ISI)کسان دهیڅ سیاسی ګوند له مشرانو سره کتنه مه کوی او کوم کس چې د استخباراتی اداروله کسانو سره کتنه کوی هغه باید له ګوند څخه وویستل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2017 12:06 Asia/Kabul
  • دپاکستان اتویشتو(۲۸) لومړیو وزیرانو دپوځ ددریو(۳) جنرالانو برابر هم حکومت ونکړ .
    دپاکستان اتویشتو(۲۸) لومړیو وزیرانو دپوځ ددریو(۳) جنرالانو برابر هم حکومت ونکړ .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی پارلمان ته په وینا کښې وویل د پوځ مشر باید حکم ورکړی چې د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ای (ISI)کسان دهیڅ سیاسی ګوند له مشرانو سره کتنه مه کوی او کوم کس چې د استخباراتی اداروله کسانو سره کتنه کوی هغه باید له ګوند څخه وویستل شی .

اچکزی وویل د پاکستان دپوځ کوم سړی چې اساسی قانون او پارلمان منی نو ژوندې دې وسی او که چیرې پارلمان او اساسی قانون نه منی نو مونږ هم پوځ نه منو .

دپاکستان د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی وویل د هیواد د داخلی او خارجی سیاست په شمول ټول سیاستونه او پالیسیانې باید په پارلمان کښې جوړې شی او زیاته یې د پوځ چې کوم کس اساسی قانون منی نو زه ورته سلام کوم او کوم پوځی چې اساسی قانون او پارلمان منی نو زنده باد او که نه منی نو مونږ هم پوځ نه منو .

هغه وویل دغه فیصله وکړې شی کوم کس چې د جاسوسۍ ادارو له غړیو سره کتنه کوی نو هغه باید له ګوند څخه وویستل شی او دغه فیصله کول هم ضروری دی چې داستخباراتې ادارې باید دپارلمان په چارو کښې لاسوهنه مه کوی .

پارلمان باید فیصلې وکړی چې ل کبله به یې هیواد او جمهوریت پیاوړی وی .

هغه وویل دپاکستان دپیپلز ګوند د  مهم مشر خورشید شاه او د  دجمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې  دمشر مولانا فضل الرحمان  په شمول باید ټول  سیاسی مشران پارلمان پیاوړی کړی او زیاته یې کړه زما له هیچ  چا سره جګړه نشته  .

هغه وویل دپاکستان دپوځ مشر ولی حکم نه ورکوی چې دجاسوسۍ ادارو غړی دسیاسی ګوندونو له مشرانو سره کتنې مه کوی او کومه تماشه چې کیږی نو پته چلیږی چې استخباراتی ادارې یې کوی دا څه ټوکه ده .؟

هغه وویل دپاکستان اتویشت(۲۸) لومړی وزیران له کارونو لیرې کړې شول اوهغوې دپوځ ددریو(۳) جنرالانو برابر هم حکومت ونکړ .