دنوازشریف په کورنۍ کښې اختلاف رامینځته شوی
-
حمزه شهباز شریف د خپل تره نوازشریف په فیصلې په ظاهره کوم اعتراض ونکړ .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې ددرغلۍ او غلا په تور له کاره لیری کړی شوی دی په کورنۍ کښې اختلاف رامینځته شوی دی .
دپاکستان دپخوانی لومړی وزیر نواشریف په کورنۍ کښې دغه اختلاف هغه وخت نور هم پراخ شو کله چې هغه د ملی پارلمان د یوسل شلمې(۱۲۰) حوزې د ضمنی انتخاباتو دکمپاین دمسول په توګه دخپل وراره حمزه شهباز شریف په ټاکلو سټرګې پټې کړې او دهغه پرځاې یې دخپل ګوند یو(۱) مشر او د اقتصاد وزیر پرویز ملک وټاکه .
د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف دغه فیصلې د هغه وراره حمزه شهباز شریف چې د پنجاب صوبې داعلی وزیر شهباز شریف زوی دی غصه کړ او احتمال شته چې حمزه شهباز شریف له هیواد څخه بهر لاړ شی او د انتخاباتو تر ختمیدا پورې هلته پاتې شی .
ویل کیږی چې نواشریف د اقتصاد وزیر پرویز ملک مجبوره کړ چې دلاهور دانتخاباتو د یوسل شلمې (۱۲۰)حوزې دکمپاین مسوولیت پرغاړه واخلی اودا په داسې حال کښې ده چې حمزه شهباز شریف هم ددغه کار د ترسره کولو لپاره مناسب کس وو کوم چې دځایی حکومتونو د انتخاباتو په وخت ډیر کمپاینونه ترسره کړی وو .
حمزه شهباز شریف د خپل تره نوازشریف په فیصلې په ظاهره کوم اعتراض ونکړ خو په ده د نوازشریف د سترګو پټولو په خاطر غصه او خپه شوی دی .
خو د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې یوه ویندوی د نوازشریف دکورنۍ ترمینځ د اختلافاتو درامینځته کیدا په اړه د راپورونو په ردولو سره وویل ددغه کورنۍ ترمینځ داختلاف رامینځته کیدل به دمخالفانو یوه (۱)ارزو وی خو دهغوې دغه ارزو به هیڅ کله پوره نشی .