پاکستان دکډوالو سترکوربه هیواد دی
-
په ایران اسلامي جمهوریت کښې هم دافغانستان ګڼ شمیر ښاریز وسیږي .
زمونږ خبریال وایی دملګروملتونو دکډوالو د چارو سترې کمشنرۍ وویل پاکستان له تیرو دیرشو(۳۰) کلونو راهسې په نړۍ کښې د زیاتو کډوالو کوربه دی .
د ملګروملتونو دکډوالو دچارو سترې کمشنرۍ وویل تقریبا ټول یومیلیون څلور لکه پنځوس زره کډوال چې په پاکستان کښې وسیږی د افغانستان ښاریز دی .
دغه کمشنرۍ له پاکستان څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړونو پرضرروت ټینګار وکړ .
دملګروملتونو د کډوالو د چارو سترې کمشنرۍ دغه راز دنړۍ له نورو هیوادونو سره په پرتله کښې له پاکستان څخه افغانستان ته د ډیرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ .
دملګروملتونو دکډوالو دچارو سترې کمشنرۍ زیاته کړه له ۲۰۰۲ میلادی کال څخه تراوسه له پاکستان څخه افغانستان ته کابو څلور میلیونه او یولک کسان ورستانه شوی دی .
په ایران اسلامی جمهوریت کښې هم دافغانستان ګڼ شمیر ښاریز وسیږی او دوې په امنیت او ارام کښې ژوند کوی او کارونه او کسبونه کوی او بچیان یې په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې زده کړې هم کوی .