زرګونو پاکستانیانو د امریکې خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54884-زرګونو_پاکستانیانو_د_امریکې_خلاف_مظاهرې_وکړې
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دط وروستیو کښې د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د نوې سټراټیجۍ په اعلان کښې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ او تکفیري ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • زرګونو پاکستانیانو د امریکې خلاف مظاهرې وکړې

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دط وروستیو کښې د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د نوې سټراټیجۍ په اعلان کښې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ او تکفیري ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.

په اسلام آباد کښې زرهاو پاکستانیانو د خپل هیواد خلاف د امریکې په زور ویونکو او تیري ګرو سیاستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې په پرونیو مظاهرو کښې ګډونوالو د پاکستان خلاف د امریکې د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په غندلو سره د واشنګټن له پراختیا غواړو سیاستونو خپل قهر او کرکه اعلان کړه.

قهریدلو مظاهره چیانو د امریکايي ضده شعارونو په ورکولو سره د دغه هیواد بیرغ وسوزوه او له ټرمپ څخه یې وغوښتل چې د پاکستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دط وروستیو کښې د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د نوې سټراټیجۍ په اعلان کښې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ او تکفیري ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.