امریکا په سیمه کښې د فتنې اور بلول غواړي
Aug 27, 2017 14:56 Asia/Kabul
د پاکستان د سني تحریک مشر په سیمه کښې د فتنې د اور د غرغنډه کولو لپاره د امریکې د دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.
د پاکستان د سني تحریک مشر محمد ثروت اعجاز قادري پرون په کراچۍ ښار کښې په یوه وینا کښې وویل: امریکا د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او د اسلام د زیانمنولو په تکل کښې ده.
محمد ثروت اعجاز قادري زیاته کړه: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پوځي تجهیزاتو د خرڅولو لپاره د سیمې امنیت له خطر سره مخ کړی او هڅه کوي چې په سیمه کښې د فتنې اور غرغنډه کړي.
هغه همداشان وویل: د امریکې د ولسمشر افراط پاله سیاست د نړۍ د امنیت لپاره خطرناک دی او که واشنګټن خپلو تیري ګرو او پراختیا غواړو سیاستونو ته دوام ورکړي نو امریکا به له ډیرو چیلنجونو سره مخ شي.
ټیګونه