د امریکې د ګواښونو هیڅ پروا نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55032-د_امریکې_د_ګواښونو_هیڅ_پروا_نه_کوو
د پاکستان دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د اسلام آباد خلاف د واشنګټن ګواښونه او په پاکستان باندې د امریکې د مالي مرستو بندول د پاکستان په اقتصاد هیڅ اغیزه نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2017 15:03 Asia/Kabul
  • د امریکې د ګواښونو هیڅ پروا نه کوو

د پاکستان دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د اسلام آباد خلاف د واشنګټن ګواښونه او په پاکستان باندې د امریکې د مالي مرستو بندول د پاکستان په اقتصاد هیڅ اغیزه نه کوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان د خپل هیواد خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تورونو باندې په نیوکې سره وویل: د امریکې ګواښونه له چین سره د اسلام آباد ښې اړیکې نه شي خرابولی او ټاکل شوې چې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف ډیر زر بیجنګ ته په سفر لاړ شي.

خرم دستګیر خان زیاته کړه: د اسلام آباد حکومت نه پریږدي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د لسګونو زره پاکستانیانو تویه شوې وینه ضایع شي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کښې د افغانستان لپاره په خپله نوې سټراټیجۍ کښې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی بللی او ګواښ یې کړی و چې که اسلام آباد په خپله خاوره کښې د ترهګرو مرکزونه ختم نه کړي نو په دغه هیواد به مالي مرسته بنده کړي.