پاکستان د امریکائی چارواکو دسفرونو لپاره محدودیَتونه وټاکل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55188-پاکستان_د_امریکائی_چارواکو_دسفرونو_لپاره_محدودیَتونه_وټاکل
که امریکائی مسئولان پاکستان ته دسفر نیّت لری ، نو باید په پیل کې داسلام اباد له حکومته اجازت واخلی څو دتائیدیدا په بڼه دپاکستان پر خاوره ګام کیږدی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2017 00:43 Asia/Kabul
  • پاکستان  د امریکائی چارواکو دسفرونو لپاره محدودیَتونه وټاکل

که امریکائی مسئولان پاکستان ته دسفر نیّت لری ، نو باید په پیل کې داسلام اباد له حکومته اجازت واخلی څو دتائیدیدا په بڼه دپاکستان پر خاوره ګام کیږدی .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ  دپآکستان خارجه وزارت  پرون مازدیګر  د یوې اعلامیې په خپرولو سره   دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ   د وروستیو دړکو  او تورونو په ځواب کې  له دغه هیواد سره  د ډیپلوماسۍ داړیکو  د سوئې   دکمولو په اعلان سره  همداراز    دپاکستان له اجازت پرته دسپینې ماڼۍ د مسئولانو  دسفرونو  دمنع کولو  خبر ورکړ .

 د دغې اعلامیې په  اساس  که امریکائی مسئولان  پاکستان  ته دسفر نیّت لری ، نو باید په پیل کې  داسلام اباد له  حکومته اجازت واخلی  څو  دتائیدیدا  په بڼه  دپاکستان پر  خاوره  ګام کیږدی .

 له دې مخکې  اسلام اباد   دپآکستان  له اجازت پرته  دامریکائی چارواکو  د ورتلو  د منع  کولو  په قانون سره   دغه هیواد ته دامریکا دمرستیال خارجه وزیر  د ورتلو مخه ونیوله .

  ډونالډټرمپ  په همداوروستیو کې   پاکستان    ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی او ګواښ ئې کړی ؤ چې   اسلام اباد ته به خپلې  مالی مرستې  بندې کړی ، چې دا موضوع  دپاکستانیو چارواکو له سختو  غبرګونونو سره  مخامخ شوه او له هماغه وخته داسې کومه ورځ نشته   چې په پاکستان کې د محصیلینوپشمول    درست خلک   دامریکا د  دړکو اوسرزورویو په ضد مظاهرې  ونه کړی .