له امریکې سره دې ځمکنی او هوايي ارتباط غوڅ شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55300-له_امریکې_سره_دې_ځمکنی_او_هوايي_ارتباط_غوڅ_شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر خپل هیواد د امریکې د ۲۵۵ میلیون ډالري مرستې د ځنډیدو د اجرايي کولو په موخه د امریکې خارجه وزارت د چارواکو له څرګندونو وروسته له واشنګټن سره د هوايي او ځمکنیو ارتباطاتو د غوڅیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2017 03:37 Asia/Kabul
  • له امریکې سره دې ځمکنی او هوايي ارتباط غوڅ شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر خپل هیواد د امریکې د ۲۵۵ میلیون ډالري مرستې د ځنډیدو د اجرايي کولو په موخه د امریکې خارجه وزارت د چارواکو له څرګندونو وروسته له واشنګټن سره د هوايي او ځمکنیو ارتباطاتو د غوڅیدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټیجۍ له اعلان او ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو د پاکستان له تورنولو وروسته د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو وویل: واشنګټن به د ټرمپ د غوښتنو تر پوره کیدو پورې له اسلام آباد سره د ۲۵۵ میلیون ډالرو مالي او پوځي مرسته وځنډوي.

د امریکې د خارجه وزارت د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف د خپل هیواد له حکومته وغوښتل چې پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفرونه وځنډوي او له امریکې سره ټولې هوايي او ځمکنۍ اړیکې هم بندې کړي.

دې ته په پام سره چې په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د تدارکاتو لاره د پاکستان له خاورې یا د دغه هیواد له هوايي حریمه تیریږي، پاکستاني چارواکي د امریکې د اقدام په غبرګون کښې افغانستان ته د تدارکاتو د لیږلو او برابرولو په بهیر کښې یولړ ستونزې رامینځته کولی شي.

د افغانستان لپاره د امریکې د نوې سټراټیجۍ په اعلان کښې د ټرمپ پاکستاني ضد څرګندونو د دغه هیواد د خلکو او چارواکو بې مخینې قهر راپارولی تر دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته د سفر لپاره د خپل امریکايي همرتبه بلنه رد کړه او پاکستان، اسلام آباد ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازي د تګ مخنیوی وکړ.