په بیجنګ کې د افغانستان ،پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55641-په_بیجنګ_کې_د_افغانستان_پاکستان_او_چین_درې_اړخیزه_غونډه_جوړیږی
په دغه غونډه کې د چین خارجه وزیر یو ځل بیا د پاکستان له دریځونو د خپل هیواد په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2017 10:07 Asia/Kabul
  • په بیجنګ  کې د افغانستان ،پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږی

په دغه غونډه کې د چین خارجه وزیر یو ځل بیا د پاکستان له دریځونو د خپل هیواد په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ .

 

له اسلام اباده زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی د چین خارجه وزیر وانګ یی له خپل پاکستانی هم څنګ خواجه اصف سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل ټاکل شوی ده چین  روان میلادی کال  د افغانستان ، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه ترسره کړی . ده زیاته کړه د دریو هیوادونو د چارواکو لومړنۍ غونډه به ډیر ژر په بیجنګ کې ترسره شی .

په دغه غونډه کې د چین خارجه وزیر یو ځل بیا د پاکستان له دریځونو د خپل هیواد په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ .

وانګ یی وویل بیجنګ په بشپړه توګه له ترهه ګري سره په جنګ کې د پاکستان د هلو ځلو ملاتړ کړی او باور لری چی د نړۍ ځینو هیوادونو له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د پاکستان کړچار ته پام ندې کړې  او په هغو یې سترګې پټې کړی دی .

هغه د پاکستان له هلو ځلو په دفاع سره وویل پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې ډیره سرشیندنه کړی ده او نړیواله ټولنه باید دغه هلې ځلې په رسمیت وپیژنی .

د چین خارجه وزیر ټینګار وکړ اسلام اباد او بیجنګ په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو او زمینو کې د یوه بل په څنګ کې ولاړ دی او د یوه بل له دریځونو بشپړه ملاتړ کوی .