ایران د میانمار د مسلمانانو اصلي ملاتړی دی
Sep 13, 2017 16:12 Asia/Kabul
د پاکستان د اهل سنت ګوند مشر د ایران اسلامي جمهوریت په میانمار کښې د رهینګیا مسلمانانو حقیقي ملاتړی وباله.
علامه پیر ریاض حسین شاه وویل: له ایران او ترکیې پرته هیڅ کوم اسلامي هیواد د روهینګیا مسلمانانو لپاره هیڅ نه دي کړي.
علامه ریاض حسین شاه زیاته کړه: د اسلامي ملګرتیا سازمان د روهینګیا مسلمانانو په هکله تشه بیانیه صادره کړې ده چې دا کافي نه ده.
د پاکستان دغه اهل سنت عالم وویل: باید اسلامي هیوادونه د روهینګیا مسلمانانو د دفاع لپاره جدي اقدامات ترسره کړي او د میانمار حکومت بایکاټ کړي.
د پاکستان قهریدلو خلکو هم د دغه هیواد په اویا ښارونو کښې مظاهرې وکړې او د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې په غندلو سره یې د میانمار بیرغونه وسوزول.
ټیګونه