امریکا د کړکیچونو عامله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56081-امریکا_د_کړکیچونو_عامله
ښاغلی سلیګ هیریسن همداراز په اتیایمې لسیزې کې په افغانستان د پخوانی شوروی د سره پوځ یرغل یو کال مخکې اټکل کړې وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2017 07:40 Asia/Kabul
  • امریکا د کړکیچونو عامله

ښاغلی سلیګ هیریسن همداراز په اتیایمې لسیزې کې په افغانستان د پخوانی شوروی د سره پوځ یرغل یو کال مخکې اټکل کړې وو

د تهران پښتو راډیو د پاکستانی مطبوعاتو له قوله راپور ورکوی هغه څه چی په تیرو ۱۷ کلونو کې د نړۍ په بیلا بیلو سیموپه تیره بیا اسلامی نړۍ کې تراوسه پیښ شوی یا پیښیږی  ، د دغو پیښو او جنګونو د درک کولو لپاره چی هیوادونو او قومونو ترمینځ شوی دی ، د امریکا د جاسوسی ادارې سی ای اې هغه راپور چی د ۲۰۰۰ کال په دسمبر میاشت کې خپور شوی ، باید مطالعه شی .

په دغه راپور کې د نړي په بیلا بیلو سیمو په تیره بیا پاکستان کې احتمالی بدلونونو ته اشاره شوی  او جوته شوی وه چی پاکستان به تر ۲۰۱۵ کال پورې نړیوالو مالی موسسو او ادارو ته په یوه کلنګ ورکونکی هیواد بدل شی او د دغه هیواد امنیتی انحصار به هم په خپلو ملی اورګانونو او ادارو په ځای په مرسته کونکیو او پور ورکونکیو هیوادونو پوری وی  او په تیرو ۴ کلونو کې د نواز شریف دولت د ۳۵ میلیارډ ډالرو پور په همدې لړ کې شوی دی . د سی ای اې دغه راپور همداراز زیاتوی چی پاکستان به له هغو څو لسیزو کړکیچونو چی د مالی ، اداری  او سیاسی فساد ، نامطلوبې  حکومتدارۍ ، بې قانونۍ او مذهبی او قومی نښتو له امله وی ، په سختۍ سره وژغورل شی . په دغه راپور کې همداراز راغلی وو چی د پاکستان د دریو صوبو سرحد ، سند او بلوچستان وضعیت به دومره خراب شی چی د دغو صوبو خلک به پنجاب په لور مهاجرت وکړی  او له اقتصادی او تجارتی نطره به هم یوازې پنجاب او کراچۍ  رونق ولری .

د هندوستان مشهورې ورځپاڼۍ ټایمز اف انډیا هم  په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د پاکستان په اړه  د امریکا د ملی استخباراتی ادارې  راپور ته په اشارې سره لیکلی وو چی پاکستان به په یوه ناکامه هیواد بدل شی  او د پاکستان درست پام به له ځانه دفاع او خپلو ایټمی تاسیساتو محافظت باندې متمرکز شی . د امریکا ملی استخباراتو ادارې هم  همداراز د امریکا د سیا ای اې (global trends 2025  )تر عنوان لاندې راپور ته په اشارې سره ویلی وو د هندوستان او پاکستان ترمینځ به نښتې او تاوتریخوالی دومره زیات شی چی هر څوک به د سیمه ایز جنګ احتمال ورکوی .

د یادولو ده چی په ۱۹۶۴ کال کې هم د امریکا د هغه وخت د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر سلیګ هیریسن هم اټکل کړی وو چی راتلونکی کال یعنی په ۱۹۶۵ کال کې به هند او پاکستان ترمینځ یو پراخ جنګ وشی چی دا کار هم وشو ، هندوستان او پاکستان له یوه بل سره ۱۷ ورځې پراخ جنګ درلوده . باید ووایو چی د امریکایانو دغه اکثره اټکلونه محقق شوی هم دی . ښاغلی سلیګ هیریسن همداراز په اتیایمې لسیزې کې په افغانستان د پخوانی شوروی د سره پوځ یرغل یو کال مخکې اټکل کړې وو ، لکه څرنګه چی د امریکا د جمی کارټر په وخت کې د امریکا د ملی امنیت سلاکار برژینسکی هم په هغه مرکه کې چی د ستمبر د ۱۱ له پیښې وروسته کړی وه ، په دغې چارې اعتراف وکړ چی  امریکا په خپلو خاصو سیاستونو سره  شوروی د افغانستان د نیولو لپاره لمسولې وو چی یوه خبریال له هغه وپوښتل د امریکا دا سیاستونه د القاعدې او طالبانو د ښکارندو د رامینځته کیدا په بیه تمام شول  چی برژنسکی په ځواب کې وویل امریکا لپاره مهمه دا وه چی له شوروی د ویتنام د ماتې غچ د افغانستان په خاوره کې واخلی او سوړ جنګ په خپله ګټه پاې ته ورسوی .

عاشق حسین طوری