پاکستان په افغانستان کې د هند سياسي او پوځي رول نه تاییدوی
هغه د پاکستان او امريکا اړيکو ته په اشارې ويلي چې دا اړيکې ٧٠ کاله پخوانۍ دي، د افغانستان شخړې سره کوم تړاو نه لري.
زمونږ خبریال د ډان ورځپاڼۍ له قوله راپور راکوی د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې د هندوستان له سياسي او پوځي رول سره مخالفت څرګند کړ.
د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د امريکا په يوه څېړنيز مرکز یعنی په بهرنيو اړيکو شورا کې د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه د پاکستان او امريکا اړيکو ته په اشارې ويلي چې دا اړيکې ٧٠ کاله پخوانۍ دي، د افغانستان شخړې سره کوم تړاو نه لري.
نوموړي ويلي چې په افغانستان او ټوله سيمه کې د سولې او ثبات لپاره پاکستان غواړي له امريکا سره په ګډه کار وکړي.
عباسي په خپل هېواد کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان څخه بل هېڅ هېواد ډېره لېوالتيا نه لري.
د امريکا ولسمشر تېره مياشت د افغانستان او جنوبی اسيا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او ويې ويل چې په پاکستان کې اوس هم د ترهګرو مرکزونه شته دي.
د پاکستان لومړي وزير وويل چې د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده ځکه دوى غواړي چې افغان شخړه د خبرو اترو له لارې هواره شي.
د عباسي په وينا، طالبان افغانان دي او د افغانستان حکومت بايد له هغوى سره د ستونزې د هواري لارې پيدا کړي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د هندوستان له سياسي او پوځي رول سره مخالفت څرګند کړ.
نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې د هندوستان لاسوهنې د ستونزو د هواري پر ځاى نورې ستونزې رازېږوي.