پاکستاني وزیر د هند ترکنټرول لاندې کشمیریانو ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56573-پاکستاني_وزیر_د_هند_ترکنټرول_لاندې_کشمیریانو_ملاتړ_اعلان_کړ
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هند ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو سره د خپل هیواد د حکومت په یوزړه توب او ملاتړ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2017 17:04 Asia/Kabul
  • پاکستاني وزیر د هند ترکنټرول لاندې کشمیریانو ملاتړ اعلان کړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هند ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو سره د خپل هیواد د حکومت په یوزړه توب او ملاتړ ټینګار وکړ.

احسن اقبال نن په یوه وینا کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو سره د پاکستان د حکومت په یوزړه توب او ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل: د اسلام آباد حکومت د نړیوالو غوږونو ته د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو د غږ رسول خپله دنده ګڼي او د دغې سیمې د خلکو له ملاتړه به لاس وانه خلي.

د پاکستان داخله وزیر چې نن د کشمیر په کنټرول لاین کښې د پرونۍ حملې د زخمیانو پوښتنې ته ورغلی و، همداشان وویل: د اسلام آباد حکومت د هغو ټولو کسانو په ملاتړ سره چې د هندي پوځ په پرونیو یواړخیزو ډزو کښې وژل شوي یا زخمي شوي دي او همداشان د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداشان څرګنده کړه: د کشمیر په کنټرول لاین کښې پر بې دفاع ملکي وګړو د هند د پوځ حمله له هغو نه د نوي ډیلي د چارواکو د ویرې بیانونکې ده او دا په داسې حال کښې دي چې په وروستیو کلونو کښې د کشمیر پر خلکو د هند د پوځي ځواکونو او حکومت لخوا د ډیرو ظلمونو سره سره هغوي خپله مبارزه جاري ساتلې ده.

د ویلو ده چې پرون د کشمیر په کنټرول کرښه کښې د هندي ځواکونو په کړي برید کښې لږترلږه شپږ ملکیان وژل شوي او له دیرشو زیات زخمي شول.

له دغه برید وروسته اسلام آباد د هندوستان د سفیر په وربللو سره په دې لړ کښې د نوي ډیلي د سمدستي وضاحت غوښتنه وکړه.