د پاکستان په پیښاور کښې بم چودنې شل تنه ژوبل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56993-د_پاکستان_په_پیښاور_کښې_بم_چودنې_شل_تنه_ژوبل_کړی
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پیښاور کښې په رینګ روډ د یوه روغتون مخې ته د بم چودنې له کبله شل تنه ټپیان شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2017 15:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پیښاور کښې بم چودنې شل تنه ژوبل کړی

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پیښاور کښې په رینګ روډ د یوه روغتون مخې ته د بم چودنې له کبله شل تنه ټپیان شوی.

زمونږ خبریال د پاکستانی سرچینو له قوله راپور راکړی،دغه بم له لیرې کنټرولیدونکی ؤ چې د چودنې له امله یې ملکیان ژوبل شوی چې ځینې پکښې مرګی حاله راپور شوی دی.

تر دې مخکښې د پاکستان امنیتی ادارو د پیښاور په یاسین آباد سیمې کښې د دوو ترهګرو د نیولو او ترې د چودیدونکو موادو او شپږو بمونو د نیولو خبر ورکړی ؤ.

د پولیسو یوه افسر د دغې چودنې خبر تایید کړی خو پکښې یې د دریو تنو د ژوبلیدا خبر ورکړی ؤ.