له افغان اولسمشر سره د پاکستان د پوځ د عمومی قومندان کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57095-له_افغان_اولسمشر_سره_د_پاکستان_د_پوځ_د_عمومی_قومندان_کتنه
د پاکستان د پوځ ستر قومندان په کابل کښې له افغان اولسمشر سره په کتنه کښې د دوه اړخیزه کړکیچ د کمولو په باره کښې خبرې اترې وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2017 15:52 Asia/Kabul
  • له افغان اولسمشر سره د پاکستان د پوځ د عمومی قومندان کتنه

د پاکستان د پوځ ستر قومندان په کابل کښې له افغان اولسمشر سره په کتنه کښې د دوه اړخیزه کړکیچ د کمولو په باره کښې خبرې اترې وکړی.

د ایرنا د راپور له مخې،د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا،له ترهګرۍ سره مبارزه،د اسلام آباد او کابل ترمینځ د اختلافاتو هوارول،د سیمې امنیت ټینګول، دسیمې وروستې مهم بدلونونه او نړیوالې مسئلې له محمداشرف غنی سره د جنرال قمر جاوید باجوه د ننیو خبرو اترو مهمې موضعګانې وې.

د پاکستان د پوځ ستر قومندان نن کابل ته رسیدلی او له ځینو نورو جګپوړو افغان چارواکو سره هم کتنې او خبرې اترې کوی.

د کله راهیسې چې آمریکا د افغانستان لپاره نوی سټراټیژی اعلان کړوی د کابل او اسلام آباد ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.