نوازشریف بیا د خپل ګوند دمشر په توګه معرفی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57183-نوازشریف_بیا_د_خپل_ګوند_دمشر_په_توګه_معرفی_شوی
زمونږخبریال وایی د پاکستان واکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې پرون له کاره لیری کړی شوی لومړی وزیر نوازشریف ددغه ګوند دمشر په توګه معرفی کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 03:07 Asia/Kabul
  • نوازشریف په پاکستان کښې چې په سیاست کښې دپوځ د لاسوهنې کتونکی دی د جمهوریت دپیاوړتیا لپاره زیاته هڅه کړي ده .
    نوازشریف په پاکستان کښې چې په سیاست کښې دپوځ د لاسوهنې کتونکی دی د جمهوریت دپیاوړتیا لپاره زیاته هڅه کړي ده .

زمونږخبریال وایی د پاکستان واکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې پرون له کاره لیری کړی شوی لومړی وزیر نوازشریف ددغه ګوند دمشر په توګه معرفی کړ .

دمسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې دغه کار  دقانون داصلاح لپاره له خپل پارلمانی اکثریت څخه داستفاده کولو لپاره ددغه ګوند له اقدام  وروسته ترسره شو چې نوازشریف وکولای شی بیا دمسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې دمشر په توګه انتخاب شی .

نوازشریف په تیرې جولاۍ میاشت کښې دخپل عاید دیوې ناجایزې سرچینې له اعلانونو د ډډه کولو په خاطر د سترې محکمې لخوا دصلاحیت له ردیدا وروسته له کاره لیرې کړی شو .

د پاکستان دلومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې په غونډې کښې نوازشریف د خپل ګوند دمشر په توګه معرفی شوی دی .

څو ساعته وروسته دپاکستان پارلمان یو(۱) قانون اصلاح کړ چې نوازشریف وکولای شی بیا دخپلې څانګې مشرۍ پرغاړه واخلی .

دپاکستان دپارلمان یوه(۱) استازی رعنا افضل خان  چې دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې غړی دی وویل نوازشریف په پاکستان کښې چې په سیاست کښې دپوځ د لاسوهنې کتونکی دی د جمهوریت دپیاوړتیا لپاره زیاته هڅه کړی ده .