نواز شریف بیا د پاکستان مسلم لیګ نواز څانګې مشر  وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57227-نواز_شریف_بیا_د_پاکستان_مسلم_لیګ_نواز_څانګې_مشر_وټاکل_شو
د پاکستان څنګته کړای شوئ وزیراعظم، یو ځل بیا د راتلونکو څلورو کلونو لپاره، بې سیاله د مسلم لیګ نواز څانګې د مشر په توګه غوره شو او د ګوند د مشر په توګه به باقی پاتې شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 14:19 Asia/Kabul
  • نواز شریف بیا د پاکستان مسلم لیګ نواز څانګې مشر  وټاکل شو

د پاکستان څنګته کړای شوئ وزیراعظم، یو ځل بیا د راتلونکو څلورو کلونو لپاره، بې سیاله د مسلم لیګ نواز څانګې د مشر په توګه غوره شو او د ګوند د مشر په توګه به باقی پاتې شی.

  

نن ټاکلې شوې وه په اسلام آباد ښار کښې د نواز مسلم لیګ ګوند د نوی مشر د ټاکل کېدو لپاره د ګوند دننه انتخابات وشی خو په دغه سیالۍ کښې د شتون لپاره هیڅ بل کس نوم ثبت نه کړ.

د پاکستان ملی پارلېمان د تېر ګل په ورځ د انتخاباتو په قوانینو کښې  د اصلاحاتو لائحه په اکثریت رایو سره تصویب کړه. دغه لائحه چې د پاکستان د حکومت لخوا تجویز شوې وه تېره هفته هم د پاکستان په سېنېټ کښې تصویب شوې وه.

دغه نوې لائحه چې تېره شپه د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین لخوا لاسلیک شوه او نن اجرا شوه د مسلم لیګ نواز څانګې د مشر په توګه د نواز شریف د باقی پاتې کېدو لاره یې هواره کړه.

سره له دې حاله؛ هغه څه چی مهم دی؛ سیاسی ډګر او د مسلم لیګ واکمن ګوند یو ځلې بیا مشرۍ ته د نواز شریف بیرته را ګرځیدل دی.

مخالفو ګوندونو د فونسکا مؤسسې د راپور په اساس،  په مالی فساد د نواز او د هغه د بچیانو په تورنولو، او په ستره محکمه کی د خپلو شکایتونو په تعقیبولو سره وکولای شول،«محمد نواز شریف» له قدرت څخه لیری کړی. له دې رویه؛ سیاسی ډګر ته د هغه یو ځلې بیا را ګرځیدل، چی ممکنه ده په راتلونکی کی قدرت ته هم د هغه د را ګرځیدو سبب شی، دغه مسئله کولای شی په پاکستان کی نویو سیاسی اعتراضونو ته لمن ووهی. نواز شریف؛ چی ګمان یی نه کاوه د تحریک انصاف په شان د وړو ګوندونو په وسیله ماته وخوری، سیاسی ډګر ته د را ګرځیدو او د خپل له لاسه تللی سیاسی غرور د ترمیمولو لپاره، لوړ ګام پورته کړئ دئ، چی ممکنه ده اندیښمنونکی پایلی په ځان پسی ولری.

د سیاسی چارو څیړاندئ، قمر زمان کائره، پدې باره کی وایی:« ټولو مخالفو ګوندونو، د نواز شریف او د هغه د بچیانو د مالی فساد په اړه، نتیجې ته د«پاناما اسنادو» په رسیدو کی، رغنده رول ولوباوه، چی البته د تحریک انصاف، او پخپله د عمران خان رول، له نورو څخه لا زیات ؤ.

د پام وړ ټکې دا چی، د تحریک انصاف ګوند، د نواز شریف د لیری کیدو ورځ، د عدالت په نوم و نوموله؛ او جشن یی جوړ کړ.

د تحریک انصاف فعال غړی«جهانګیر ترین» پدې باره کی وویل: « له قدرت څخه د نواز شریف د لیری کیدو په ورځ، رښتنئ عدالت ننداری ته کښیښودل شو، او دغه بریالیتوب په تحریک انصاف او د پاکستان په ؤلس پوری تعلق لری.»

د نواز شریف د لیری کیدو په باره کی دا شان اخیستنی او نظر ته په پام سره، سیاسی ډګر ته د هغه بیرته را ګرځیدل، ممکنه ده یو ځلې بیا په پاکستان کی سیاسی اعتراضونو ته لمن ووهی. مخالف ګوندونه؛ د نواز شریف او د هغه د بچیانو د محاکمه کیدو غوښتونکی دی، او سیاسی ډګر ته د هغه بیرته ګرځیدل به؛ د محکمې له خوا د هغه تورونو ته یو ډول بی پامی وګڼله شی، چی اجازه یی ور کړې ده نواز شریف یو ځلې بیا د مسلم لیګ واکمن ګوند مشرۍ ته د رسیدو لپاره هڅه وکړی. دغه وضعیت؛ د نواز شریف او د هغه د بچیانو د مالی فساد  دوسیې ته د رسیدګۍ لپاره پر قضایی ارګان باندی فشارونه زیاتوی.

دا پداسی حال کی ده؛ چی د نواز شریف په ضد د سیاسی اعتراضونو د نوی دور په پیلیدو سره، د پوځ د مداخلی امکان لیری نه بریښی، او دا مسئله کولای شی یو ځلې بیا، د نواز مسلم لیګ ګوند، د ۱۹۹۹ کال په شان له قدرت څخه لیری کړی.