د کشمیر د مسلمانانو د وژلې غندنه
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د هندی ځواکونو لخوا د کشمیر د مسلمانانو وژله وغندله.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې نفیس زکریا نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی فوځیانو په لاسو د کشمیری ښاریزو د وژلې په غندلو سره په دې لړ کښې د نړیوالې ټولنې د جدی ردعمل غوښتنه وکړه.
نفیس زکریا دکشمیری مسلمانانو د بې رحمانه وژلې په وړاندې د نړیوالې ټولنې خاموشی نه توجیهېدونکې وبلله او د دغه وژلې د بندولو لپاره د ذمه وارو ادارو په اقدام یې تاکید وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، د هند فوځ په دې وروستیو ورځو کښې په چټی بهانو سره لږ تر لږه اتۀ کشمیری ځوانان په ډزو سره ووژل.
د هند فوځی ځواکونو په وروستیو دریو لسیزو کښې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې اته شپېتۀ زره کسان ووژل.