د پاکستان په پنجاب صوبې کښې د دوو ترهګرو وژله
Oct 05, 2017 13:04 Asia/Kabul
دوه تکفیری ترهګر د پاکستان په پنجاب صوبې کښې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې وژل شوی.
زمونږ خبریال راپور راکړی،د پاکستان امنیتی ځواکونو نن سهار د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې د ترهګرو پر مرکز حمله وکړه چې له امله یې دوه تکفیری ترهګر ووژل او درې نور ټپیان شول.
په دغو عملیاتو کښې یوه اندازه وسله او مهمات هم ونیول او ضبط کړای شول.
د پولیسو په وینا دغو ترهګرو د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې د پوځی مرکزونو په شمول پر حساسو مرکزونو حملې پلان کړی وې.
پاکستانی چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرو تر پوره ختمولو پورې پوځی عملیات دوام لری.