بلاخره د فاټاپارلیمنټیریّنزدقبایلودحق د اخستولپاره پرلتۍ ووهلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57397-بلاخره_د_فاټاپارلیمنټیریّنزدقبایلودحق_د_اخستولپاره_پرلتۍ_ووهلې
دپاکستان په پارلیمان کې د قبایلی سیمو استازو ګواښ کړی که دهغوی غوښتنې ونه منل شی ،نو د اکتوبر په نهمه نیټه به دنورو ګوندونو مشرانو سره یو ځای ستر لاریون وکړی او که بیا هم دحکومت چارواکی په خود کې نه شی ، نو دقبایلی اوسیدونکو له قهر به بچ پاتې نشی او قبایلی اوسیدونکی به د اسلام اباد په لور میلیونی لاریون وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 05, 2017 13:37 Asia/Kabul
  • بلاخره د فاټاپارلیمنټیریّنزدقبایلودحق د اخستولپاره پرلتۍ ووهلې

دپاکستان په پارلیمان کې د قبایلی سیمو استازو ګواښ کړی که دهغوی غوښتنې ونه منل شی ،نو د اکتوبر په نهمه نیټه به دنورو ګوندونو مشرانو سره یو ځای ستر لاریون وکړی او که بیا هم دحکومت چارواکی په خود کې نه شی ، نو دقبایلی اوسیدونکو له قهر به بچ پاتې نشی او قبایلی اوسیدونکی به د اسلام اباد په لور میلیونی لاریون وکړی .

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ  دپاکستان په پارلیمان کې د قبایلی سیمو یا فاټا  استازو  دفاټا داصلاحاتو د کمیشن دسپارښتنو  په  اساس د ایف سی آر تورمخی قانون دختمولو او دقبایلی سیمو په خیبر پختونخواه صوبې کې  دیوځای کولو لپاره  دخپلو مخکینیو   غوښتنو دواکوالانو غوږونو ته  درسلو او ددخپلو مشکلاتو دحل لپاره  په اسلام اباد کې دپارلیمان مخې ته پرلتۍ ووهلې .

راپورښئ  دقبایلی ممبرانو مشرۍ شاه جی  ګل افریدی کوی  او درست ممبران پکې شتون لری . دوی وائی  دفاټا اوسیدونکو ته دې د  اسلام اباد هائی کورټ په ځای  دپیښور هائی کورټ ته  لاس رسی حق ورکړل شی ،حکومت ته کله  په دې باب  د پارلیمان  داپوزیشن ملاتړ   هم حاصل  دی  ،نو بیا ولې  دقبایلی اوسیدونکو  دحقوقوچخڼی کیدا ته دوام ورکوی .؟

داپه داسې حال کې دی چې  په پارلیمان کې دقبایلی سیمو  له استازو سره  د پیوستون  او خواخوږۍ لپاره  دبیلابیلو ګوندونو  مشران او نور استازی  هم یو ځای شول او  تر یوه وخت پورې ورسره کیناستل .