دپاکستان حکومت اوپوځ دې بې درکه کړائ شوی شیعیان سملاسی راپیداکړی
په کراچۍ کې په لسګونوزره خلکو دسترو مظاهرو په جوړولو سره په دغه هیواد کې دتښتول شویو شیعیانو د خوشی کیدا غوښتنه کړې او ګواښ ئې کړی ؤ چې که تر راتلونکی جمعې ورځې پورې دغه تښتول شوی کسان خوشی نشی ،نو په راتلونکی جمعې ورځې به : جیل بهرو غورځنګ :ته مخه کړی او دحالاتو درسته ذمه واری به بیا پر حکومتی ادارو وی .
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ د عمومی منشی مرستیال علامه ناصرشیرازی دپاکستان حکومت ته ګواښ کړی زرتر زره دې دهغو شیعیانو د خوشی کولو اقدام وکړی ، چې په وروستیو کلونو کې تښتول شوی دی او که داسې نه وی نو سبا دجمعې په ورځ به عمومی مظاهرو ته مخه کړو.
راپور ښئ څو ورځې مخکې دپآکستان په بندری ښار اواقتصادی مرکز کراچۍ کې په لسګونوزره خلکو دسترو مظاهرو په جوړولو سره په دغه هیواد کې دتښتول شویو شیعیانو د خوشی کیدا غوښتنه کړې او ګواښ ئې کړی ؤ چې که تر راتلونکی جمعې ورځې پورې دغه تښتول شوی کسان خوشی نشی ،نو په راتلونکی جمعې ورځې به : جیل بهرو غورځنګ :ته مخه کړی او دحالاتو درسته ذمه واری به بیا پر حکومتی ادارو وی .
راپور ښئ په همداوروستیو میاشتو کې په کراچۍ اواسلام اباد کې د پآکستان داهل تشیع یو شمیر شخصیتونه او فعال ځوانان د دغه هیواد استخباراتی ادارو تښتولی او تر دې دمه ئې هیڅ برخلیک نه دی ښودل شوی.