نوی ډیلی دپاکستان د ایټمی تاسیساتو دنابودولو توان لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57445-نوی_ډیلی_دپاکستان_د_ایټمی_تاسیساتو_دنابودولو_توان_لری
د هندی پوځی ځواک د دغه قوماندان خبرې دپاکستان دخارجه وزیر خواجه آصف له سخت غبرګونو سره مخامخ شوی او دهندی پوځی چارواکی دغه خبرې ئې لمسونکی او خطرناکې بللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2017 10:29 Asia/Kabul
  • نوی ډیلی دپاکستان د ایټمی تاسیساتو دنابودولو توان لری

د هندی پوځی ځواک د دغه قوماندان خبرې دپاکستان دخارجه وزیر خواجه آصف له سخت غبرګونو سره مخامخ شوی او دهندی پوځی چارواکی دغه خبرې ئې لمسونکی او خطرناکې بللی دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دهندوستان دهوائی ځوا ک قوماندان  بی ایس ډنوا  نن  په نوی ډیلی کې  د هند دهوائی ځواک  دورځې  په پنځه اتیایمې کلیزې  په مناسبت   په یولړ څرګندونو کې   په دې خبرې کولو سره چې  پاکستان تاکتیکی ایټمی وسلې لری ،زیاته کړې ؛ هندوستان    له ښکاره ایټمی اصله پیروی کوی او که  پاکستان  له دغو  وسلو  څخه داستفادې  هڅه وکړی ، خو له سخت ځواب سره مخ شی .

 بی ایس ډنوا  له پاکستان او چین سره دهندوستان   په  یو وخت  دجنګ درامینځةکیدا  احتمال ته په اشارې سره  ووئیل ، دهند هوائی ځواک  په یو وخت   په جنګ کې  دمخامخیدا لپاره تیار دی . 

   دهند دهوائی ځواک  قوماندان  ووئیل ،  دهندوستان هوائی ځواک  په لنډ وخت کې   له نورو قواؤ سره په بشپړ  تیارسی سره  له د ښمن سره مقابله کولی شی .

 د هندی پوځی ځواک  د دغه قوماندان  خبرې   دپاکستان دخارجه وزیر  خواجه آصف له سخت غبرګونو سره  مخامخ شوی  او  دهندی پوځی چارواکی دغه خبرې ئې لمسونکی  او خطرناکې بللی دی .