په پاکستان کې شیعیان ولې بې درکه کیږی ؟
اوس د پاکستان دولت په تیره بیا د دغه هیواد استخباراتی اداره ای ایس ای د عربستان په نیغ په نیغه حکم له یوې خوا د هغو شیعیانو د نیولو او بې درکه کولو ته مخه کړی ده
د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان له ټولو ستر او تجارتی ښار کراچۍ رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی د دغه ښار شیعیانو د پاکستان د شیعیانو د بې درکه کیدا په اعتراض کې چی له څو کلونو راهیسې دوام لری او تر اوسه په هغو کې د هیڅ یوه برخلیک پته نه لګی ، زندان ډک کړئ تر عنوان لاندې تحریک پیل کړ او پرون د دغه تحریک په لومړنۍ پړاو کې د پاکستان د وحدت مسلمین شورا د عمومی منشی مرستیال علامه حسن ظفر نقوی دیوه بې درکه شوی کس له نوی کلن پلار علمدار حسین او څو نورو شیعیانو سره یو ځای ځان د کراچۍ امنیتی عسکرو ته وسپاره تر څو په خپله خوښه زندانی شی او دا کار پرون له جمعې لمانځه وروسته په کراچۍ کې د اثنی عشری جومات مخې ته ترسره شو . په دې وخت د عالمانو او شیعه استادانو په شمول ګڼ شمیر شیعیانو شتون درلود .
اوس دا پوښتنه مطرح ده چی ولې څو کاله کیږی یو شمیر شیعیه فعالان او یا هغه شیعیان د زیارتونو لپاره عراق او ایران ته سفر کوی ، پاکستان ته له ستنیدا وروسته د امنیتی عسکرو په تیره بیا استخباراتی مامورانو لخوا نیول او بې درکه کیږی چی تراوسه په سلګونو شیعیان له دغه برخلیک سره مخامخ شوی دی او هیچا ته حتی د هغو کورنیو ته هم د هغو د برخلیک پته نشته چی چیرته دی ؟ایا ژوندی دی یا نه ؟
د ویلو ده چی د داعش د ترهه ګرې ډلې له دغه اعلانه وروسته چی په کربلا ، سوریې او حتی ایران کې به د ایمه اطهارو او درست زیارتونه تباه کړی ، لکه څرنګه چی په سوریه کې یې د اسلام د عظیم الشان پیغمبر د یوه صحابی حجر به عدی او همداراز په عراق کې د خداې د ګران پیغمبر حضرت یونس علیه سلام قبرونه په توپ او چاودیونکیو موادو سره ویجاړ کړل ، حتی د حجر بن عدی مبارک مړې یې له قبر وویسته او نامعلوم ځای ته یې منتقل کړ ، په پاکستان کې هغه شیعیان چی په عراق او سوریه کې د ایمه معصومین د حرمونو او زیارتونو دفاع او ساتنه خپله شرعی او دینی دنده بلله او دا کار یې کولې شو ، په هر ډول چی وو د پیغمبر اکرم ص د ګرانې لمسۍ او د حضرت علی او حضرت بی بی فاطمه س د ګرانې لور او حسن او حسین د ګرانې خور حضرت بی بی زینب س له حرم د دفاع لپاره چی د کربلا په مکتب کې یې د حضرت امام حسین ع له شهادته وروسته مهم رول ولوبوه ، له داعش ډلې سره د مقابلې لپاره ځانونه سوریې یا عراق ته ورسول او دغې ترهه ګرې ډلې په وړاندې ودریدل او د دغې پلیدې او تکفیری او په عین حال کې د استعمار او اسراییلو د ګوډاکی ډلې چی د ال سعودو او وهابیت تفکر لری ، سپیره نقشه شنډه کړه چی که د پاکستان ، افغانستان ، ایران ، عراق او لبنان په شمول د ځینو هیوادونو د شیعیانو لخوا دغه دفاعی اقدامات نه وای ترسره شوی ، نو اسلامی امت به نن یو ځل بیا داسې څه لیدلی وو چی په عربستان کې د ال سعودو رژیم قدرت ته په رسیدا سره په مکه او مدینه په شمول د عربستان په نورو ښارونو کې د ایمه معصومینو او د نبی مکرم د اصحابو د سپیڅلیو قبرونو د ړنګیدا شاهد وو ، حتی ال سعودو د پیغمبر اکرم ص د مبارک قبر د ړنګولو نیت هم درلود چی د اسلامی د پراخو اعتراضونو په وجه په دغې سپیرې نقشې کې بریالې نشو .
اوس د پاکستان دولت په تیره بیا د دغه هیواد استخباراتی اداره ای ایس ای د عربستان په نیغ په نیغه حکم له یوې خوا د هغو شیعیانو د نیولو او بې درکه کولو ته مخه کړی ده چی د داعش پرضد په جنګ کې یې ګډون درلود ، او له بل پلوه داعش او هغې سره اړونده ډلو ته اجازه ورکوی چی د پاکستان په شیعه میشته سیمو په تیره بیا پاراچنار کې چی کسانو یې په سوریه کې د دادعش پرضد په جنګ کې ګډون درلوده ، ترهه ګر عملیات ترسره کړی چی تراوسه یې په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو شهیدان او زرګونو هم ژوبل شوی دی .
دا په داسې حال کې دی چی د پاکستان د طالبانو ، لشکر جهنګوی او سپاه صحابه ترهه ګروډلو پورې اړونده کسانو چی له داعش سره یې بیعت کړې دې ، د پاکستان د استخباراتی ادارې په غږملتیا سره په لومړی پړاو کې د روزنې لپاره ترکیې او بیا عربستان ته ورلیږل کیږی چی دا کار تراوسه هم دوام لری او د هغو پاکستانی ترهه ګرو د اعترافاتو په اساس چی په سوریه کې نیول شوی دی ، په ترکیه کې له روزنې وروسته دغه ترهه ګر عربستان ته ورلیږل کیږی او هلته هم د هره یوه لپاره د درې زره ډالرو د تنخوا له مقررولو وروسته چی د عربستان لخوا ورکول کیږی ، دغه ترهه ګر د حضرت زینب س د حرم په شمول د سپیڅلیو ځایونو د ویجاړولو او درستې سوریې د نیولو په هدف د سوریې له پوځ او مدافعین حرم سره د جنګیدا لپاره سوریې ته ورلیږل کیږی . خو له بده مرغه د پاکستان دولت او استخباراتی ماموران دوی نه یوازې نیسی او بې درکه کوی نه بلکې د هغو ملاتړ کوی او دغه کار ته یې هڅوی .