مسلمانان دې د دښمنانو د دسیسو په وړاندې یوموټي شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58664-مسلمانان_دې_د_دښمنانو_د_دسیسو_په_وړاندې_یوموټي_شي
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر د اسلام د مبین دین د دښمنانو د تفرقه اچونکو دسیسو خلاف د د نړۍ په تیره بیا د پاکستان د مسلمانانو د اتحاد او یوزړه توب په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2017 18:11 Asia/Kabul
  • مسلمانان دې د دښمنانو د دسیسو په وړاندې یوموټي شي

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر د اسلام د مبین دین د دښمنانو د تفرقه اچونکو دسیسو خلاف د د نړۍ په تیره بیا د پاکستان د مسلمانانو د اتحاد او یوزړه توب په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې علامه راجا ناصر عباس په لاهور کښې په نړیوال حسیني کانفرنس کښې وویل: موجودو کړکیچونو او حالاتو ته په پام سره که د نړۍ مسلمانان د داعش ترهګرې ډلې خلاف یوموټي نه شي نو سخت تاوان به وکړي.

هغه زیاته کړه: د ترهګرو ملاتړو د داعش ترهګرې ډلې کسان افغانستان ته راوستي دي.

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې څرګنده کړه چې د تکفیري ډلو طرز تفکر په پاکستان کښې د زرګونو بیګناه خلکو د قتل عام سبب شوی او دا هیواد له دغو کړکیچونو سره مخامخ دی.