دایران پاکستان داړیکو پراختیا د ورځې ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59084-دایران_پاکستان_داړیکو_پراختیا_د_ورځې_ضرورت_دی
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی ایران ته د پآکستان دپوځ دعمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه د سفر دبریاؤ په باب هم ووئیل ، په افغانستان کې دسولې دټینګیدو لپاره د دواړو هیوادونو ملګرتیا اغیزمنه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2017 01:38 Asia/Kabul
  • دایران پاکستان  داړیکو پراختیا د ورځې ضرورت دی

د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی ایران ته د پآکستان دپوځ دعمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه د سفر دبریاؤ په باب هم ووئیل ، په افغانستان کې دسولې دټینګیدو لپاره د دواړو هیوادونو ملګرتیا اغیزمنه ده .

ایرناخبری آژانس را پور  ورکړ  دپاکستان د  خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل  پرون مازدیګر په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې  دتهران اسلام اباد   د دوو اړیکو  پراختیا  ، په سیمې کې  دسولې اوثبات  په ټینګیدا او د امنیت  په تامینیدا کې   اغیزمن ګام وباله .

 هغه  ایران ته د  پآکستان دپوځ دعمومی قوماندان  جنرال  قمر جاوید باجوه د سفر دبریاؤ په باب هم ووئیل ،  په افغانستان کې دسولې  دټینګیدو لپاره د دواړو هیوادونو ملګرتیا    اغیزمنه ده .

 دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی  دافغانستان په جلال آباد کې د  خپل هیواد دیوه ډیپلوماټ   د ترور په محکومولو سره   پر کابل حکومت غږ کړی ،  زرترزره  دې  د دغه جنایت   دعاملانو دپیژندلو اومحاکمه  کولو  اقدام  وکړی .

  دافغانستان په جلال آباد کې د  پاکستان دکونسلګرۍ یو ډیپلوماټ  نیّر اقبال  د دوشنبې په شپې  له  لمانځّه اداکولو وروسته کور ته روان ؤ چې  جنایتکارو  وسلوالو  ترور کړ.  د دغې پیښې پړه هم داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې ده .

په عین حال کې د پاکستان دچارو یوه کارپوه اوشناندي  سرورعلی  نقوي هم    ایران  ته د پاکستان دپوځ دعمومی قوماندان  سفر  د دو اړخیزو اړیکو په  پراختیا  کې  یو اغیزمن ګام بللی او  وئيلي ئې دي، د دغه لوړپوړي پوځي چارواکي  په ایران کې لیده کاته    له ایران سره  د  اړیکو  دپراختیا لپاره په تیره بیا   په پوځي برخې کې   دپراختیا لپاره   دپآکستان  کلک هوډ ارزول کیږي ،ځکه  چې په دغه سفر کې  له ترهه رۍ سره دمبارزې ، دپولو دمدیّریت او په افغانستان  کې  دسولې ټينګیدا  په څير موضوعګانې   د دغه سفر مهمې   موضوعګانې وې