دترهه ګرۍ پراختیا د پاکستان او امریکا ګډه اندیښنه ده
د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف وئیلی ،امریکا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په پاکستان کې دعملیاتو کول غواړی ، خو اسلام اباد هیڅکله هم واشنګټن ته د دغه شان عملیاتو اجازت نه ورکوی
ایرناخبری اژانس راپورورکړ په پاکستان کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل پرون په پنډۍ کې دپاکستان دپوځ په لوئې درستیز والۍ کې د دغه هیواد دپوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره لیده کاته او له هغه سره ئې د دواړو هیوادونو ترمینځ دتاؤتریخوالو دکمولو په باب خبرې اترې کړی دی .
دغه لیده کاته له دې وروسته شوی چې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف وئیلی ،امریکا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په پاکستان کې دعملیاتو کول غواړی ، خو اسلام اباد هیڅکله هم واشنګټن ته د دغه شان عملیاتو اجازت نه ورکوی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که داسلام اباد حکومت دواشنګټن اندیښنې لیرې نه کړی ، نو پاکستان په ضد به سخت بندیزونه ولګول شی .