له ترهګرۍ سره مبارزې پاکستان ته ۱۲۰ میلیارډه ډالره تاوان رسولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59613-له_ترهګرۍ_سره_مبارزې_پاکستان_ته_۱۲۰_میلیارډه_ډالره_تاوان_رسولی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دپاکستان استازی میرمن ملیحه لودهی له افغانستان سره په ګډ سرحد کښې له ترهګرو سره د اسلام اباد مبارزې ته په اشارې سره وویل له ټروریزم سره مبارزې پاکستان ته یوسل شل (۱۲۰)میلیارډه ډالره تاوان رسولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 01:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان او دامریکا چارواکي په پاکستان تور لګوي چې په خپل هیواد  کښې دترهګرو ډلو دامن مرکزونو پرضد هیڅ اقدام نه کوي .
    د افغانستان او دامریکا چارواکي په پاکستان تور لګوي چې په خپل هیواد کښې دترهګرو ډلو دامن مرکزونو پرضد هیڅ اقدام نه کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دپاکستان استازی میرمن ملیحه لودهی له افغانستان سره په ګډ سرحد کښې له ترهګرو سره د اسلام اباد مبارزې ته په اشارې سره وویل له ټروریزم سره مبارزې پاکستان ته یوسل شل (۱۲۰)میلیارډه ډالره تاوان رسولی دی .

هغې پرون په اسلام اباد کښې وویل پاکستان له ترهګرۍ سره  دمبارزې لپاره خپله ټوله هڅه کارولی ده او د افغانستان او دپاکستان ترمینځ د شخړو د ختمولو ترټولو ښه لاره له شرط پرته خبرې دی .

په ملګروملتونو کښې دپاکستان استازی ملیحه لودهی وویل اسلام اباد له افغانستان سره په سرحد کښې کابو دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) پوځیان دیره کړی دی او په قبایلی سیمو کښې دحکومتی عسکرو عملیات د ترهګرو ډلو د ځپل کیدا سبب شوی د خو دافغانستان حکومت  پاکستان له ترهګرو ډلو سره په دوه ګوڼه چلند تورنوی .

ملیحه لودهی له دې مخکې داسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په نړیوال مرکز(IISS) کښې ویلی وو د پاکستان ټول خلک په افغانستان کښې دصلحې دټینګیدا ارزو لری او دا د دې ښودنه کوی چې پاکستان او خلک یې دافغانستان له  څه دپاسه څلویښت (۴۰)کلن جنګ څخه کړیږی .

هغې په افغانستان کښې له جنګ څخه د پاکستان د تاوان لیدو ته په اشارې سره دترهګرو په لاس د شپږ زره او پینځه سوه(۶۵۰۰) حکومتی عسکرو او دپولیسو  په شمول د څه دپاسه اوه ویشت زره (۲۷۰۰۰)ښاریزو وژل کیدل ددغو تاوانونو یوه(۱) برخه وبلله او ویې ویل پاکستان ته اقتصادی رسیدلی تاوانونه یوسل شل (۱۲۰)میلیاره ډالره دی او اسلام اباد دغه راز په تیرو دیرشو(۳۰) کلونو کښې د افغانستان د پیځویشت(۲۵) لکه کډوالو کوربه توب هم کړی دی .

دافغانستان حکومت پاکستان د کابل دحکومت له وسله والو مخالفانو په ملاتړ او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د تفکیک په اعمالولو تورنوی .

د افغانستان او دامریکا چارواکی په پاکستان تور لګوی چې په خپل هیواد  کښې دترهګرو ډلو دامن مرکزونو پرضد هیڅ اقدام نه کوی خو اسلام اباد په خپل هیواد کښې د ټروریسټی ډلو دامن مرکزونو د شتون خبر ردوی .