د لشکر طیبه ترهګرې ډلې جوړونکی آزاد شو
په پاکستان کښې د لشکر طیبه ترهګرې ډلې بنسټګر او د جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ محمد سعید د دغه هیواد د محکمې په حکم آزاد شو.
د بي، بي، سي ټي وي چینل د خبر له مخې حافظ محمد سعید چې په لاهور کښې په خپل کور کښې نظربند و، د پاکستان د یوې محکمې په حکم آزاد شو.
د پاکستان محکمې د عمومي امنیت لپاره د محمد سعید د آزادۍ د خطر لرلو په اړه د دغه هیواد د حکومتي چارواکو دلیلونه رد کړل او له نظربندۍ د هغه د خوشي کیدو حکم یې صادر کړ.
جماعت الدعوة ډله چې د هغې مشران یې یوه خیریه او فلاحي ډله معرفي کوي، د لشکر طیبه په نوم یوه وسله والو څانګه لري چې ترهګرې حملې کوي.
لشکر طیبه په ۲۰۰۸ کال کښې د هندوستان په اقتصادي پلازمینې ممبئ کښې د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کښې د ترهګرو حملو په ترسره کولو تورنه ده چې دغه حملې د هند او پاکستان د وروستیو کلونو د اختلافاتو سرچینه وګرځیدې.