دپاکستان دپوځ مشر له لومړی وزیر سره کتنه کوی
-
دپاکستان په کراچۍ ښار کښې هم دپولیسو او دمظاهره چیانو ترمینځ په نښتې کښې پینځه دیرش (۳۵)کسان ژوبل شوي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پوځ مشرجنرال قمر جاوید باجوا متحده عربی اماراتو ته دخپل سفر په لنډولو سره اسلام اباد ته رسیدلی دی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به نن له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سره کتنه وکړی او داسلام اباد په فیض اباد سیمه کښې د تحریک لبیک یا رسول الله صلی علیه السلام د غورځنګ د پرلتې په اړه به ورسره خبرې وکړی .
دپاکستان پولیسو د اسلام اباد په فیض اباد سیمه کښې د پرلتې وهونکو پرضد عملیات کړی چې په ترڅ کښې یې تراوسه شپږ(۶) کسان وژل شوی او په سلګونو نور ژوبل شوی هم دی .
په اسلام اباد کښې دپولیسو دعملیاتو پرضد دپاکستان د پنجاب او د سیندصوبو په مختلفوښارونو کښې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې کړی دی .
دپاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې اوس حکومتی عسکر او رینجرځواکونه ګزمې کوی .
بل خبر داچې دپاکستان پوځ په فیض اباد سیمه کښې د پرلتې وهونکو پرضد په عملیاتو کښې له ګډون کولو څخه ډډه کړی ده .
دپاکستان پوځ په یوې(۱) بیانیې کښې دغه وضاحت غوښتی دی چې داسلام اباد په فیض اباد سیمه کښې د پرلتې وهونکو پرضد پولیس ، ملیشا او رینجر ځواکونه ولې په ښه ډول استعمال نکړې شول .
دپاکستان په کراچۍ ښار کښې هم دپولیسو او دمظاهره چیانو ترمینځ په نښتې کښې پینځه دیرش (۳۵)کسان ژوبل شوی .