دیمن په ضددعربستان له خودساخته ائیتلاف سره دپاکستان یوځای کیداخطرناکې نتیجې لری
دپاکستان حکومت باید له عربستان سره دملګرتیالپاره له بل هراقدامه مخکې د دغه خودساخته پوځی ائیتلاف په چوکاټ کې د دغه هیواد د پارلیمان داستازو رائ ترلاسه کړی اوباید خپل سری فیصله ونه کړی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان تحریک انصاف یوې مشرې او دولسی جرګې غړې میرمن شیرین مزاری په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان د سیمې دهیوادونو دناکرارولو عامل دی ، وئیلی دی ، آل سعود رژیم نیّت لری ، دیمن دمظلومو خلکو په عامې وژلې کې د خودساخته پ،ځی ائیتلاف په جوړولو سره دمسلمانانو ترمینځ تفرقه پیلونکی جنګ ته لمن ووهی .
هغې زیاته کړې ، دپاکستان حکومت باید له عربستان سره دملګرتیالپاره له بل هراقدامه مخکې د دغه خودساخته پوځی ائیتلاف په چوکاټ کې د دغه هیواد د پارلیمان داستازو رائ ترلاسه کړی اوباید خپل سری فیصله ونه کړی .
له دې مخکې هم د پاکستان د مشرانو جرګې غړی فرحت ا... بابر دیمن د بې وزله مسلمانانو په عامې وژلې کې د سعودی عربستان په مشرۍ له تش په نامه پوځی ائیتلاف سره دپاکستان په یوځای کیدو داندیښنې په ښودلو سره وئیلی وو ، دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان باید دمشرانو جرګې داستازو د اعتماد له جبلولو مخکې دعربستان چارواکو ته ژمنې ور نه کړی .
دا په داسې حال کې دی چې له دې مخکې پاکستان د هغو ۳۴ سیمه ایزو هیوادونو غړی ؤ چې له دغه ائیتلاف سره ئې د یوځای کیدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ.