د اسلام آباد دولت ته د پاکستان د تحریک انصاف خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59993-د_اسلام_آباد_دولت_ته_د_پاکستان_د_تحریک_انصاف_خبرداری
د پاکستان د پارلمان استازی او د تحریک انصاف جګپوړی غړی د یمن پر ضد د عربستان له تش په نامه ائتلاف سره د یوځای کیدا د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 13:32 Asia/Kabul
  • د اسلام آباد دولت ته د پاکستان د تحریک انصاف خبرداری

د پاکستان د پارلمان استازی او د تحریک انصاف جګپوړی غړی د یمن پر ضد د عربستان له تش په نامه ائتلاف سره د یوځای کیدا د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

شیرین مزاری پر دې په ټینګار سره چې عربستان په سیمې کښې د ناامنی عامل دی ټینګار وکړ،آل سعود نیت لری د یمن د خلکو پر ضد په  خپل جوړ کړی  تش په نامه پوځی ائتلاف سره،د مسلمانانو ترمینځ تفرقې ته لمن ووهی.د هغې په وینا د پاکستان دولت په دې هکله له عربستان سره د ملګرتیا لپاره تر هر اقدامه وړاندې باید د پارلمان د غړیو رای ترلاسه کړی او باید په خپل سر کومه پریکړه ونه کړی.تر دې مخکښې د پاکستان د پیپلز ګوند جګپوړی غړی فرحت الله بابر هم د یمن پر ضد د عربستان له  تش په نامه پوځی ائتلاف سره د خپل هیواد د یوځای کیدا په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وییلی وو،د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان باید د پارلمان د استازو د اعتماد رای له ترلاسه کولو وړاندې د عربستان له چارواکو سره کومه ژونه ونه کړی.

پاکسنان له عربستان سره ښې اړیکې لری خو له جوړ کړی پوځی ائتلاف سره د یوځای کیدا لپاره په ډیر احتیاط سره عمل وکړی ځکه چې ښه پوهیږی چې په دغه ائتلاف کښې ګډون د یمن د هغو بیګناه خلکو په وژله کښې چې آل سعود واکمنانو یې په وینو لاسونه ککړ دی،د ګډون په معنا دی او بله دا چې د پاکستان خلک ورسره سخت مخالف دی او دا د مسلم لیګ د نواز څانګې د واکمن ګوند په ګټه نه دی.

د سیاسی مسئلو یو کارپوه مبشر حسن وائی: عربستان او ملګری یې د یمن بیګناه خلک د فلسطین د مظلومو خلکو په څیر په څاروی ډوله توګه قتل عام کوی.عربستان د صنعا او صعده په شمول د یمن نورې سیمې داسې بمباری کوی چې صهیونیسټ رژیم تردې مخکښې غزه بمباری کړی وه نو ځکه د جنګ د پراخونکو پرخلاف د نړیوالې ټولنې چوپتیا هم جنایت دی.

داسې ښکاری عربستان له پاکستان حکومت سره خپلې مرستې په یو ډول له خپل جوړ کؤی ائتلاف سره په یوځای کیدا پورې تړلی دی.د پاکستان او آمریکا په اړیکو کښې تاترخوالی ته په پام سره اسلام آباد د سعودې چارواکو د ملاتړ د جلبولو لپاره یوځل بیا لو دغه ائتلاف سره د یوځای کیدا موضوع مطرح کړی ده څو په پاکستانی ټولنه کښې د نظر سنجولو تر څنګ سعودی چارواکو ته دا وښئ چې اسلام آباد له آل سعود رژیم سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د سیاسی ټولنو په اند له دغه ائتلاف سره د یوځای کیدا لپاره د جنرال راحیل شریف له اقدام سره پراخ کورنی او سیمه ایز مخالفتونه باید د اسلام آباد دولت لپاره د عبرت درس واوسی.

د سیاسی مسئلو کاپوه طارق محبوب باوری دی:که چیرې عربستان ځان په ریښتیا اسلامی ګڼی نو باید د مسلمانانو احساساتو ته پام وکړی.په داسې حال کښې چې آل سعود د امپریالیسټی قدرتونو د غوښتنې په اجرا کولو پسې دی.نو ځکه د پاکستان حکومت باید د اسلام او ایډیالوژی په نوم د تیروګرو هیوادونو په غوښتنې عمل ونه کړی.

په هرحال،د عربستان له جوړ کړی پوځی ائتلاف سره د پاکستان حکومت له یوځای کیدا سره پراخ مخالفتونه د دې ښودنه کوی چې د پاکستان خلک هیڅکله د یمن د مظلومو خلکو په وژلې کښې د آل سعود رژیم په جنایاتونو کښې ګډون ته چمتو نه دی او په اړه یې خپل حکومت او پوځ ته خبرداری ورکوی چې د آل سعود له واکمنانو په پیروی سره په اسلامی نړۍ کښې د تفرقې کړچار خپل نه کړی.